ads

نوي فشارونه

د افغانانو اقتصادي وضعیت چې ورځ تر بلې ټکنی کېدونکی او د بیکاري کچه مخ په زیاتېدو وي، د نویو فشارونو راوستل نارضایتیو ته لار پرانيزي.  د برېښنا شرکت د بهرنیو اسعارو په وړاندې د افغانۍ د ارزښت د راښکته کېدو له کبله په هر کيلو واټ د برېښنا په لګښتونو کې پنځه پوله زیات […]

نویسنده: TKG
16 لړم 1394
نوي فشارونه

د افغانانو اقتصادي وضعیت چې ورځ تر بلې ټکنی کېدونکی او د بیکاري کچه مخ په زیاتېدو وي، د نویو فشارونو راوستل نارضایتیو ته لار پرانيزي. 
د برېښنا شرکت د بهرنیو اسعارو په وړاندې د افغانۍ د ارزښت د راښکته کېدو له کبله په هر کيلو واټ د برېښنا په لګښتونو کې پنځه پوله زیات کړي دي. تر دې مخکې برېښنا شرکت له هر کيلو واټ نه دوې افغانۍ لګښت اخیسته. د افغانانو اقتصادي وضعیت چې ورځ تر بلې ټکنی کېدونکی او د بیکاري کچه مخ په زیاتېدو وي، د نویو فشارونو راوستل نارضایتیو ته لار پرانيزي. 
د برېښنا شرکت د بهرنیو اسعارو په وړاندې د افغانۍ د ارزښت د راښکته کېدو له کبله په هر کيلو واټ د برېښنا په لګښتونو کې پنځه پوله زیات کړي دي. تر دې مخکې برېښنا شرکت له هر کيلو واټ نه دوې افغانۍ لګښت اخیسته.
د دغه شرکت چارواکي وايي افغانیو د ډالرو په وړاندې خپل ارزښت له لاسه ورکړی او هر ډالر په ۶۴.۴۰ افغانیو تبادله کېږي. د برېښنا شرکت ادعا دا ده چې دوی په اوسني قیمت د واردتي برېښنا لګښت نه شي پوره کولای.
د یاد شرکت یوه چارواکي ويلي پخوا چې دوی د هر کیلو واټ په سر دوې افغانۍ اخیستې، یو ډالر په ۴۸ افغانۍ تبادله کېده.
که څه هم د لومړنیو ضرورتونو په توګه برېښنا د خلکو په ژوند کې اساسي رول لوبوي او د هر کيلو واټ په سر پنځه پوله زیاتول دومره ډېر حساسیت زېږوونکی نه دی چې افغانان يې ونه مني، خو پوښتنه دا ده چې برېښنا شرکت په هرو دوو میاشتو کې خلکو ته د برېښنا د لګښتونو بل ورکوي، ایا دا تضمین ورکولای شي چې ډالر به نه راټيټېږي او یا هم ارزښت يې نور زیاتېږي؟ دوی خو وايي چې که د ډالر نرخ راولوېده، نو دوی بېرته د لګښت اندازه کموي، که داسې ونه شول او افغانیو نور هم خپل ارزښت له لاسه ورکړ، بیا به دا شرکت څه کوي؟ هغه وخت چې یو ډالر په ۴۸ افغانیو و، ډېره موده پرې تېرېږي او دغه ارزښت کرار کرار تر نن ورځې راټيټ شوی دی، ولې دغه شرکت تر دې مخکې دا مساله نه مطرح کوله چې اوس يې مطرح کوي او یا دوی په دغه موده کې چې درې څلور کاله يې کېږي، دغه لګښت څنګه پوره کاوه؟
په داسې حال کې چې د برېښنا د لګښت له زیاتولو سره یو شمېر افغانان نارضایتي څرګندوي، خو هغه خلک چې په اقتصادي لحاظ په خپلو پښو د نظام د درېدلو هيله لري او دا مني چې د تلیفوني کريدټ کارتونو په سر ۱۰ فیصده دولتي مالیه ومني، د برېښنا په لګښت کې د پنځه پوله زیاتوالی ورته دومره غټه خبره نه ، خو دا ورته مهمه ده چې باید د هر لګښت له اوچتولو سره اسانتیاوې زیاتې شي، ورځ تر بلې دا ډول لګښتونه نور هم زیات نه شي او په هره پروسه کې شفافیت رامنځته شي. دا اندېښنه ځکه شته چې په تېرو کلونو کې ډېر ځله قیمتونه لوړ کړای شوي، خو د بیا راټيټولو هڅه يې نه ده شوې.
په تېره موده کې افغانانو تل د برېښنا په برخه کې دوې ستونزې او اندېښنې لرلې دي. د برېښنا په برخه کې یوه جدي موضوع چې ښايي مطرح شي او دا يې ښه وخت هم ښکاري، دا دی چې برېښنا شرکت له څو کلونو راهيسې د هر بل جدا لګښت له خلکو اخلي. کال دوه مخکې د هر بل په سر لس او پنځلس افغانۍ اخستل کېدې، خو اوس د هر بل قیمت ۲۵ افغانۍ دی. دغه شرکت تراوسه هم په دې اړه افغانانو ته څه نه دي ویلي چې د بلونو قیمت يې ولې لوړ کړ او دغه پیسې چېرته او په کوم حساب کې جمع کېږي او تر اوسه له دې درکه د بلونو د لګښت له کبله څومره عاید دولت ته رسیدلی دی.
پر دې سربېره خلک په تخنيکي برخو کې هم ستونزې یادوي او وايي چې دوی دومره مصرف نه کوي څومره چې بلونه ورپسې راځي. ایا دغه شرکت د خلکو دې شکایت ته کوم قناعت بښونکی ځواب ورکړی دی؟
له شفافیت او قناعت پرته پر خلکو اقتصادي بوج او فشار راوستل، هغه هم په داسې وخت کې چې ډېری خلک له بیکارۍ او خراب اقتصادي حالت نه سرټکوي، د نارضايتیو سبب ګرځي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA