ټاکل شوې د هند لومړى وزير نريندرا مودي نن هندي کشمير ته يو ورځنى سفر وکړي او ورسره هم مهاله زرګونه کسانو د مودي د ورتګ په غبرګون کې د اعتراضونو هوډ څرګند کړى دى. ټاکل شوې د هند لومړى وزير نريندرا مودي نن هندي کشمير ته يو ورځنى سفر وکړي او ورسره هم مهاله زرګونه کسانو د مودي د ورتګ په غبرګون کې د اعتراضونو هوډ څرګند کړى دى.
د رپوټونو له مخې، هندي ځواکونو لا له وړاندې د يو شمير سيمو امنيت ټينګ کړى، لسګونه اعتراض کوونکي يې نيولي او د سياسي مخالفو ګوندونو مشران يې نظربند کړي دي.
ټاکل شوې د هند لومړى وزير به د هندي کشمير د کرکټ يو لوبغالي کې زرګونه کسانو ته وينا وکړي.
په همدې حال کې نن په ټول هندي کشمير کې کار بنديز اعلان شوى او يو شمېر سيمو کې پوځ ځاى پر ځاى شوى دى.
د کشمير دوه پر درې برخه هند سره ده او پر يوه برخه يې پاکستان ولکه ټينګه کړې ده.
د دواړو هېوادونو تر منځ له بريتانيا څخه تر خپلواکۍ اخيستلو وروسته د کشمير په سر څو ځله جګړې هم شوې دي.


