د پاکستان لاهور ښار کې د يوې فابريکې ودانۍ د غورځېدو په پېښه کې د مړو شويو کسانو شمېر ۴۵ تنو ته ورسېد.
پاکستاني رسنيو د چارواکو له قوله ويلي، چې اوس هم له خاورو لاندې د ايسارو کسانو د ايستلو عمليات روان دي او په تازه هڅه کې يې يو بل مړى د غورځېدلې فابريکې له خاورو ايستلى دى. د پاکستان لاهور ښار کې د يوې فابريکې ودانۍ د غورځېدو په پېښه کې د مړو شويو کسانو شمېر ۴۵ تنو ته ورسېد.
پاکستاني رسنيو د چارواکو له قوله ويلي، چې اوس هم له خاورو لاندې د ايسارو کسانو د ايستلو عمليات روان دي او په تازه هڅه کې يې يو بل مړى د غورځېدلې فابريکې له خاورو ايستلى دى.
چارواكي وايي، اوس هم يو شمېر کسان تر خاورو لاندې دي، چې د ژغورنې عمليات به يې له دوه تر درېيو ورځو پورې وخت ونيسي.
د پاکستان په لاهور ښار کې دغه څو پوړيزه ودانۍ وړمه ورځ ونړېده، چې لسګونه کسانو پکې کار کاوه.
تر اوسه د پېښې علت نه دى معلوم شوى، خو داسې ويل کېږي، چې دغه ودانۍ د تېرې زلزلې له کبله يو څه زيانمنه شوې وه.


