پاکستاني چارواکي هند سره د شته اختلافاتو د حل په هدف مذاکراتو ته چمتووالى ښيي او وايي، چې هېواد يې هند سره د دوستانه اړيکو غوښتونکى دى.
په بهرنيو چارو کې د پاکستان د لومړي وزير محمد نواز شريف د ځانګړي استازي مرستيال طارق فاطمي پرون په کراچۍ ښار کې د «هند او پاکستان» اړيکو کنفرانس کې وويل، چې مدني فعالان دې د دواړو هېوادونو مشران خبرو اترو ته وهڅوي.

هغه په ټينګار سره زياته كړه، دايو واقعيت دى، چې د پاکستان لومړى وزير محمد نواز شريف هند سره دوستانه اړيکې غواړي.
هند او پاکستان د کشمير پر مسئلې يو بل ته د ښو ګاونډيانو پر ځاى په دوو رقيبو او آن دښمنو هېوادونو بدل شوي، چې په سرحدي کرښه يې ډېر کله نښتو کې د دواړو خواوو سرتېرو ته مرګ ژوبله اوړي.
نواز شريف دوه اونۍ وړاندې هم امريکا ته د سفر په مهال جمهور رئيس بارک اوباما سره خبرو کې هند سره د خپل هېواد د اختلافاتو پر حل او د مذاکراتو پر پيلېدو ټينګار وکړ.
هند او پاکستان تر دې وړاندې د خپلو اختلافاتو د حل لپاره د خبرو اترو نېټې هم ټاکلي، خو تراوسه نه په عملي توګه د خبرو مېز ته ناست دي او نه کوم تفاهم ته رسېدلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ