ads

له ۲۰۰۱ نه تر اوسه، پاكستان كې ۷۰ خبريالان وژل شوي

د ملګرو ملتونو سازمان ويلي، پاکستان د نړۍ په کچه خبريالانو لپاره د خطرناکو هېوادونو پنځم مقام کې راغلى او له ۲۰۰۱ كال راهيسې په دې هېواد کې ۷۰ خبريالان وژل شوي دي .خبريالانو سره د تاوتريخوالي مخنيوي نړيوالې ورځې په مناسبت د ملګرو ملتونو په تازه خپور کړي رپوټ کې پاکستان خبريالانو لپاره پنځم […]

نویسنده: TKG
13 لړم 1394
له ۲۰۰۱ نه تر اوسه، پاكستان كې ۷۰ خبريالان وژل شوي

د ملګرو ملتونو سازمان ويلي، پاکستان د نړۍ په کچه خبريالانو لپاره د خطرناکو هېوادونو پنځم مقام کې راغلى او له ۲۰۰۱ كال راهيسې په دې هېواد کې ۷۰ خبريالان وژل شوي دي .
خبريالانو سره د تاوتريخوالي مخنيوي نړيوالې ورځې په مناسبت د ملګرو ملتونو په تازه خپور کړي رپوټ کې پاکستان خبريالانو لپاره پنځم خطرناک هېواد بلل شوى او په ترتيب سره د سوماليا، عراق، سوريې او فيليپين نومونه له لومړي تر څلورم مقامه راغلي دي .

پرون هم په قبايلي سيمه شمالي وزيرستان کې د زمان محسود په نوم يو خبريال د نامعلومو ټوپکوالو لخوا ووژل شو .
د رپوټونو له مخې، له ۲۰۰۱ کال راهيسې پاکستان کې ۷۰ خبريالان د تاوتريخوالي قرباني شوي، چې لږ تر لږه ۵۰ تنه يې په هدفي پېښو کې وژل شوي دي .
د ملګرو ملتونو رپوټ کې راغلي، چې په تېره يوه لسيزه کې ۷۰۰ خبريالان د کار په مهال د نړۍ بېلابېلو هېوادونو کې وژل شوي دي .
په رپوټ کې ۲۰۱۲ او ۲۰۱۳ ميلادي کلونه په تېرو لسو کلونو کې خبريالانو لپاره تر ټولو زيات له تاوتريخوالي ډک بلل شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA