په داسې حال کې چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې ناکامه شوې او د طالبانو د مشرتابه پر سر لا هم د طالب قومندانانو ترمنځ اختلافات روان دي، داسې خبرونه دي چې پاکستاني او افغان طالبان په افغانستان کې د جګړې لپاره سره یو ځای کېږي.
د تلې په ۳۰مه پاکستاني طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره وويل، افغان او پاکستاني طالبان سره يو ځای کېږي. د پاکستاني طالبانو وياند محمد خراساني، د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې پاکستاني طالبان به له دې وروسته خپله مبارزه له افغان طالبانو سره په همغږۍ په مخ يوسي. خراساني زياته کړې چې له دې تصميم څخه د دوی هدف د هغو طالبانو غچ اخستل دي چې په دې وروستيو کې د افغان نظامي ځواکونو له لوري وژل شوي دي.
په داسې حال کې چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې ناکامه شوې او د طالبانو د مشرتابه پر سر لا هم د طالب قومندانانو ترمنځ اختلافات روان دي، داسې خبرونه دي چې پاکستاني او افغان طالبان په افغانستان کې د جګړې لپاره سره یو ځای کېږي.
د تلې په ۳۰مه پاکستاني طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره وويل، افغان او پاکستاني طالبان سره يو ځای کېږي. د پاکستاني طالبانو وياند محمد خراساني، د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې پاکستاني طالبان به له دې وروسته خپله مبارزه له افغان طالبانو سره په همغږۍ په مخ يوسي. خراساني زياته کړې چې له دې تصميم څخه د دوی هدف د هغو طالبانو غچ اخستل دي چې په دې وروستيو کې د افغان نظامي ځواکونو له لوري وژل شوي دي
د طالبانو وياند ويلي چې دا يووالی د دوی هغو دښمنانو ته چې وايي طالبان تيت او پرک شوي او يوه رهبري نه لري يو ځواب دی.
په همدې حال کې، راپورونه وايي چې د ملاعمر له مړينې وروسته طالبان په درېيو ډلو وېشل شوي دي، لومړۍ لويه ډله یې د کوېټې د شورا د ډېرو غړو په ګډون له ملايعقوب سره ده.
د ملااختر محمدمنصور په مشرۍ د طالبانو دويمه ډله چې جنګي قومندانان يې ملاتړ کوي او درېيمه ډله يې د طيب اغا او ملابرادر په رهبرۍ په قطر کې ده. له دې وړاندې ډېرو کارپوهانو ملاعمر د ټولو طالبانو له پاره يو د منلو وړ رهبر باله چې هغه د سيمې بدلونونو ته په کتو د طالبانو يووالی ساتلی و، خو د همدې کارپوهانو په وینا، په اوس وخت کې طالبان د ملاعمر د وخت په څېر يووالی نه لري.
د دې ډلې په اعلاميه کې د افغانستان رسنيو ته هم د دښمن خطاب شوی دی چې تر دې وړاندې بيا طالبانو يوازې د دوو خصوصي رسنيو کارکوونکي ګواښلي وو.
په جګړه يې اغېزه څه ده؟
ځینې منتقدین وايي، که څه هم د دې خبر خپرېدل د خطر یو زنګ دی، خو لاهم لیدل کېږي چې افغان طالبان د خپلې رهبرۍ پر سر په ژورو اختلافاتو اخته دي او ډېر طالب مشران د ملااختر محمدمنصور له مشرتابه سره جوړ نه دي، دا هغه ټکی دی چې د پاکستاني طالبانو د یو ځای کېدو خطر راکموي.
بل لور ته افغان پوځي چارواکي، دا یوه ډېره عادي مسئله ګڼي، ځکه د دوی په باور ټول طالبان که هغه افغان، پاکستاني، چیچینيايي او يا نور وي له پخوا څخه سره یو دي او د افغانستان امنیتي ځواکونه ورسره جنګېدلي چې دا به د جګړې په روانې پروسې کوم څرګند اغېز ونه ښندي.
د افغانستان د ملي دفاع وزارت وياند جنرال وزیری وايي چې د طالبانو دا يووالی به پر جګړې اغیز ونه کړي او د دوی په وينا دا کومه نوې خبره هم نه ده، دفاع وزارت دوی له پخوا څخه سره يو ځای بولي او دوی ټول له يوې سرچينې خړوبېږي.
وزيري څرګنده کړې چې د افغان حکومت وسله وال مخالفین په بېلابېلو نومونو او ډلو فعالیت کوي، خو ملاتړ یې له یوه ځایه کیږي: ((موږ د سولې پلوي يو او وو به، موږ د دښمن په اړه اندېښنه نه لرو، ځکه پوهېږو چې دوی زموږ د لسو ورځو د جګړې توان هم نه لري. يوازې اندېښنه دا ده چې افغان ولس په کې ځپل کېږي. دوی تل له موږ سره په بېلو بېلو نومونو جګړه کړې.))
خو د نظامي چارو کارپوه جاوید کوهستاني وايي چې افغان حکومت باید د دې موضوع پر وړاندې جدي اقدام وکړي او د دې ایتلاف مخنیوی وکړي. هغه زياتوي: ((د دوی دا رسمي اعلان به له ځان سره نوې اغېزې او بدلونونه ولري، که عملي شي، افغانستان به له نويو ګواښونو او ستونزو سره لاس او ګرېوان کړي، افغان حکومت بايد د پاکستان په حکومت فشار ډېر کړي څو هغوی خپله په خپل هېواد کې د دې چارې مخه ونيسي.)) کوهستانی اندېښنه لري چې کېدای شي د دوی دا ایتلاف له داعش ډلې سره د يو ځای کېدلو پروګرام وي.
د پاکستاني او افغان طالبانو د يو ځای کېدلو په اړه تر اوسه پورې افغان طالبانو څه نه دي ويلي. خو موږ په دې اړه د سياسي چارو کارپوه وحید مژده پوښتلی، هغه وايي چې د پاکستاني طالبانو د وياند خبرې جعلي خپرې شوې دي او خراساني خپله هم منلې چې داسې څه يې نه دي خپاره کړي. مژده زياتوي: ((افغان او پاکستاني طالبان اوس هم سره يو ځای دي او پخوا هم يو ځای وو، د داسې يوې اعلاميې خپرولو ته څه اړتيا لري. دا يوه بې معنی اعلاميه وه چې خپره شوه.)) د مژده په وينا کله چې دوه ګوندونه له يو بل سره اتحاد کوي؛ نو بايد دواړه ډلې يو ځای په ګډه خپل نظريات شريک کړي.
دا چې د افغان او پاکستاني طالبانو ډلې څومره سره نژدې دي او له يو بل سره څومره همکاري لري، مژده وايي:(( کله چې په ۲۰۰۷م کال کې افغان طالبانو اعلان وکړ چې دوی له پاکستاني طالبانو سره يو ځای نه دي او په خپلواکه توګه مبارزه کوي، پاکستاني طالبانو هم د خپل ځان له پاره بيت الله مسعود مشر وټاکه او په بېله بېله توګه يې خپلې مبارزې ته دوام ورکړ.))
بيا هم که چېرې دا دوه ډلې په بشپړه توګه يو ځای کېږي؛ نو افغانستان ته به یې ګواښ څو چنده وي. د سياسي چارو کارپوه محمد حسن حقيار وايي، که يو ځای شي ټوله توجه به يې په افغان جګړه وي، دوی به په ګډه د افغان ځواکونو په وړاندې جګړه کړي.
ځینې کسان وايي چې په دې لوبه کې پاکستان ښکېل دی، ایا پاکستان به وکولای شي چې دا دواړه ډلې سره يو ځای کړي؟ حقيار په دې اړه زياتوي: ((د پاکستان ملايان او د اسلامي ډلو رهبران خپل طالبان ژر تېرباسي، دوی ته وايي چې لومړی ضرور نه ده چې په پاکستان کې جګړه وشي چې دا يو خپلواک هېواد دی، په افغانستان کې امريکايان دي، باید چې هغوی مات کړل شي.))
د حقيار په وينا پاکستاني طالبانو ته يې د مشرانو له لوري ويل کېږي چې بايد له افغان طالبانو سره مرسته وشي او جګړه هم يوه ټکي ته راغونډه شي، دوه ځايه بيا جګړه کول ښه پايله نه لري.
خوحقيار زياتوي که فرضا دا دوه ډلې سره يو ځای هم شي، ټول پاکستاني طالبان به له افغان طالبانو سره رانه شي، يوازې هغه طالبان به راشي چې د پاکستان د استخباراتو يا ای اس ای له لوري تمويل او تجهيزېږي. د ده په وينا هلته په پاکستان کې ځينې ډلې د هند، کشمير او نورو ګواښونو د مخنيوي له پاره هم جوړې شوې دي چې هغوی بيا خپلې موخې لري.
حقیار وويل چې پاکستاني طالبانو هم د افغان طالبانو له پخواني مشر ملامحمدعمر سره بيعت کړی و، هغه يې اميرالمومنين بللی و، دوی مني چې ملاعمر د ټولې نړۍ د طالبانو مشر دی. حقيار وايي چې افغان طالبان په څو ځله له پاکستاني طالبانو قوي دي، ملاعمر به هر وخت د پاکستانيو طالبانو خپل منځي شخړې اوارولې.
ډېری کارپوهان وايي چې افغان طالبان له پاکستان څخه تمويل کېږي او د پاکستاني او افغان طالبانو د تمويل سرچينه يوه ده. حقيار په دې اړه وايي چې پاکستان افغان طالبان ساتي، مرسته او ملاتړ يې کوي. د حقيار په خبره نه يوازې پاکستان بلکې عربي شيخان او د افغانستان ځينې نور ګاونډي هېوادونه هم له افغان طالبانو سره مرسته کوي.
د مشرۍ اختلافات
د طالبانو د مشر ملامحمد له مړينې وروسته بیا تر اوسه افغان طالبان په يوه مشر نه دي سلا شوي، سره له دې چې د افغانستان د جګړې د ډګر طالبانو ملااختر محمدمنصور خپل نوی مشر اعلان کړ، خو د منصور سیالو ډلو د اماراتو ډلې او ملامحمديعقوب په پام کې لري د یوې شورا په جوړولو سره طالبانو ته بل مشر وټاکي.
څه موده وړاندې د ملااختر محمدمنصور د مخالفې ډلې ویاند ملاعبدالمنان نیازي ویلي وو چې ډېر ژر به نوی مشر وټاکل شي. هغه دا هم وویل چې د دوی په غونډو کې یوازې یوه اجنډا شته او هغه دا چې نوی مشر بايد د طالبانو د ټولو ډلو په هوکړې سره وټاکل شي او ملامنصور ته د طالبانو له مشرۍ څخه ځواب ورکړل شي.
جمهور رئيس اشرف غني هڅه کوي د افغانستان جګړه د خبرو له لارې حل کړي. سره له دې چې څه موده وړاندې یو شمېر طالب قومندانانو له افغان دولت سره له سولې سره مخالفت ښودلی و، خو بيا هم جمهور رئيس اشرف غني ټینګار کوي چې د سولې د خبرو هڅې دوام لري. جمهور رئیس وايي چې افغان حکومت د سولې لاره غوره بللې:(( له هر دیني عالم، د مدني ټولنو غړو، قومي مشرانو او له ملي سوداګرو څخه غوښتنه کوو چې د تل پاتې سولې په ټینګښت کې هڅه وکړي. سوله یوه ملي پروسه ده. موږ هېڅ کله زور ته نه تسلیمېږو، خو د جګړو په بیه باید پوه شو.))
له منصور سره د طالبانو پخواني قومندانان لکه عبدالقيوم ذاکر، ملاحسن رحماني، ملامحمد رسول او د طالبانو په رژیم کې د کورنیو چارو پخوانی وزیر ملاعبدالرزاق شامل دي چې د طالبانو د مخکیني رهبر ملاعمر له نژدې کسانو څخه وو، دوی د طالبانو پياوړي او پخواني قومندانان دي، ادعا کوي چې د قطر د دفتر ملاتړ او همکاري هم ورسره ده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


