د امريکا د متحده ايالاتو جمهور رئيس بارك اوباما ويلي، د دې خبرې ضمانت يې کړى، چې ايران به اټومي وسله جوړه نکړي .
اوباما ټينګار کړى، چې هېواد يې د نړۍ لپاره د ورپېښو ګواښونو مقابلې ته لارښوونه کوي.
سپينه ماڼۍ وايي، بارک اوباماد ډيموکراټانو ملي کمېټې ناسته کې ويلي، کله چې دى قدرت ته ورسېده، د دوى نفوذ په نړۍ کې مخ په ځوړ روان و . د امريکا د متحده ايالاتو جمهور رئيس بارك اوباما ويلي، د دې خبرې ضمانت يې کړى، چې ايران به اټومي وسله جوړه نکړي .
اوباما ټينګار کړى، چې هېواد يې د نړۍ لپاره د ورپېښو ګواښونو مقابلې ته لارښوونه کوي.
سپينه ماڼۍ وايي، بارک اوباماد ډيموکراټانو ملي کمېټې ناسته کې ويلي، کله چې دى قدرت ته ورسېده، د دوى نفوذ په نړۍ کې مخ په ځوړ روان و .
خو د نوموړي په خبره، اوس يې موضوع ته بدلون ورکړى او همدا ده، چې امريکا نړۍ ته د ورپېښو ګواښونو برخه کې لارښوونه کوي .
اوباما زياتوي، دوى د دې خبرې تضمين ورکړى، چې ايران به اټومي وسلې جوړولو ته لاسرسى پيدا نکړي.


