د (شپږيزې) په نوم د کرکټ ملي سيالۍ نن سهار په كابل كې پيل شوې، چې د يو خصوصي ټلويزيون لخوا د پخوا په پرتله په ډېر ښه او نړيوال کيفيت په ژوندۍ بڼه ښودل کېږي.
د (شپږيزې) په نوم د کرکټ ملي سيالۍ نن سهار په كابل كې پيل شوې، چې د يو خصوصي ټلويزيون لخوا د پخوا په پرتله په ډېر ښه او نړيوال کيفيت په ژوندۍ بڼه ښودل کېږي.
دغه سيالۍ د افغانستان د شل اوريز لوبو كورنى ليګ دى، چې په ۲۰۱۳ ميلادي كال كې پيل شوى او سږ كال يې درېيم پړاو دى.
په لومړي او دويم كال په دې لوبو كې پنځو لوبډلو ګډون كړى و، خو سږ كال د كابل بازان په نوم شپږمه لوبډله هم په كې لوبېږي.
د (شپږيزې) سياليو كې پر يادې لوبډلې سربېره د بند امير ښاماران، د مس عينک اتلان، د سپين غر زمريان، د امو نهنګان او د بست ساتونکي لوبډلې برخه لري.
د دې سياليو د پرانيستې مراسم تېره شپه په کابل کې په داسې حال کې ترسره شول، چې زرګونه مينه وال يې نندارې ته راغلي وو.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


