د روسيې د بهرنيو چارو وزارت هغه رپوټونه رد کړي، چې له مخې يې ويل شوي وو روسيه خپلې وسلې د ايران له لارې سوريې ته انتقالوي .
يو شمېر غربي رسنيو ويلي وو، چې روسيه د ايران له خاورې خپلې وسلې او نور جنګي تجهيزات د سوريې جګړي ته لېږدوي . د روسيې د بهرنيو چارو وزارت هغه رپوټونه رد کړي، چې له مخې يې ويل شوي وو روسيه خپلې وسلې د ايران له لارې سوريې ته انتقالوي .
يو شمېر غربي رسنيو ويلي وو، چې روسيه د ايران له خاورې خپلې وسلې او نور جنګي تجهيزات د سوريې جګړي ته لېږدوي .
د روسيې د ايترتارس خبري اژانس د رپوټ له مخې، د دغه هېواد د بهرنيو چارو مرستيال وزير سرګي ريابکوف دا دروغجنې اوازې بللي او دا ډول رپوټونه يې په کلکه رد کړي دي.
هغه ويلي، د هېواد د وسلو او تجهيزاتو انتقال يې د نړيوالو قوانينو په چوکاټ کې ترسره کوي او په پټو لارو يې د انتقال کومه اړتيا نه ګوري .
تردې وړاندې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ويلي، په قطعي ډول دا رپوټ نشي تاييدولاى، خو په وينا يې، د اثبات په مهال به يې د ملګرو ملتونو امنيت شورا سره مطرح کړي.


