ads

د يونان او تركيې لومړي وزيران سره په ټليفون غږېدلي

د يونان لومړي وزير الکسيس سيپراس خپل ترکي سيال احمد داود اوغلو سره ټيليفوني خبرې کړي او ويلي يې دي، چې په نږدې راتلونکې کې به ترکيې ته سفر وکړي .د يونان  د لومړي وزير الکسيس سيپراس مطبوعاتي دفتر ويلي، چې په دې ټيليفوني خبرو کې پر دوه اړخيزو مسايلو د خبرو ترڅنګ ډېر تمركز […]

نویسنده: TKG
12 لړم 1394
د يونان او تركيې لومړي وزيران سره په ټليفون غږېدلي

د يونان لومړي وزير الکسيس سيپراس خپل ترکي سيال احمد داود اوغلو سره ټيليفوني خبرې کړي او ويلي يې دي، چې په نږدې راتلونکې کې به ترکيې ته سفر وکړي .
د يونان  د لومړي وزير الکسيس سيپراس مطبوعاتي دفتر ويلي، چې په دې ټيليفوني خبرو کې پر دوه اړخيزو مسايلو د خبرو ترڅنګ ډېر تمركز د کډوالو پر مسئلې شوى دى . د يونان لومړي وزير الکسيس سيپراس خپل ترکي سيال احمد داود اوغلو سره ټيليفوني خبرې کړي او ويلي يې دي، چې په نږدې راتلونکې کې به ترکيې ته سفر وکړي .
د يونان  د لومړي وزير الکسيس سيپراس مطبوعاتي دفتر ويلي، چې په دې ټيليفوني خبرو کې پر دوه اړخيزو مسايلو د خبرو ترڅنګ ډېر تمركز د کډوالو پر مسئلې شوى دى .
د نوموړي په خبره، هېواد يې ترکيې سره د دوستانه ډيپلوماټيکو اړيکو غوښتونکى دى او دکډوالو د روان بحران حل ورته لومړيتوب لري .
د يونان لومړى وزير وايي، په نږدې راتلونکې کې به ترکيې ته رسمي سفر وکړي، خو د سفر دقيقه نېټه يې نه ده ښودلې .
بايد ياده شي، چې تر دې مخکې احمد داود اوغلو د ملګرو ملتونو په کلنۍ غونډه کې د يونان لومړي وزير ته د ترکيې د سفر بلنه وركړې وه.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA