د يونان په اوبو كې د غير قانوني کډوالو يوې بلې بېړۍ د ډوبېدو پېښه کې ۱۱ تنو خپل ژوند له لاسه وركړى.
يوناني سمندري چارواکو ويلي، ياده بېړۍ پرون د دغه هېواد ساموس سيمه کې ډوبه شوې ده.
د دوى په وينا، په مړو شويو كسانو کې څلور ماشومان او شپږ تنکي ځوانان هم شامل دي. د يونان په اوبو كې د غير قانوني کډوالو يوې بلې بېړۍ د ډوبېدو پېښه کې ۱۱ تنو خپل ژوند له لاسه وركړى.
يوناني سمندري چارواکو ويلي، ياده بېړۍ پرون د دغه هېواد ساموس سيمه کې ډوبه شوې ده.
د دوى په وينا، په مړو شويو كسانو کې څلور ماشومان او شپږ تنکي ځوانان هم شامل دي.
يوناني سمندري ژغورونکو ۱۵ تنه له اوبو ژوندي ايستلي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې دوه ورځې وړاندې د يونان اوبو کې د يوې بېړۍ ډوبېدو له كبله ۲۲ غير قانوني کډوالو خپل ژوند له لاسه ورکړى و، چې ۱۷ يې ماشومان وو.


