ټاكل شوې د دوشنبه په ورځ چې د روان لمريز كال د لړم مياشتې له ۱۱ نېټې سره سمون خوري په كابل كې د شپږيزې سيالۍ پيل شي.
د دوشنبه په ورځ به پرانيست غونډه او د سه شنبه په ورځ به ددغه ليګ لوبې پيلېږي.
د كركټ بورډ وياند فريد هوتك له كليد سره په ځانګړې مركه كې ټينګار وكړ، چې د شپږيزې سياليو دريم پړاو به تر تېرو كلونو ډېر پرمختللى او په زړه پورې وي. ټاكل شوې د دوشنبه په ورځ چې د روان لمريز كال د لړم مياشتې له ۱۱ نېټې سره سمون خوري په كابل كې د شپږيزې سيالۍ پيل شي.
د دوشنبه په ورځ به پرانيست غونډه او د سه شنبه په ورځ به ددغه ليګ لوبې پيلېږي.
د كركټ بورډ وياند فريد هوتك له كليد سره په ځانګړې مركه كې ټينګار وكړ، چې د شپږيزې سياليو دريم پړاو به تر تېرو كلونو ډېر پرمختللى او په زړه پورې وي.
نوموړى زياتوي، چې د نورو كلونو پر خلاف به سږ كال په دغه ليګ كې شپږ لوبډلې لوبېږي.
شپږيزه لوبې د افغانستان د شل اوريز لوبو كورنى ليګ دى چې په ۲۰۱۳ زېږديز كال كې پيل شوى او سږ كال يې دريم پړاو دى.
د دغه لوبو په لومړي كال په دې لوبو كې د پنځو زونونو لوبډلو ګډون كړى وو چې سپين غر زون يې اتلولي وګټله.
په دويم كال هم د پنځو زونونو لوبډلو پكې ګډون كړى وو چې د مس عينك زون يې اتلولي وګټله خو سږ كال به بيا د پنځو زونونو د لوبډلو سربېره د كابل بازان لوبډله هم لوبېږي.


