په خيبر پښتونخوا کې د ټرافيكي پېښې له كبله ۱۳ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.
پاکستاني رسنيو د سيمه ييزو چارواکو له قوله ويلي، چې ياده ټرافيکي پېښه پرون ناوخته د نوښار اړوند سيمه کې د مسافر وړونكي بس او لارۍ تر منځ د ټکر له كبله رامنځته شوې ده. په خيبر پښتونخوا کې د ټرافيكي پېښې له كبله ۱۳ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.
پاکستاني رسنيو د سيمه ييزو چارواکو له قوله ويلي، چې ياده ټرافيکي پېښه پرون ناوخته د نوښار اړوند سيمه کې د مسافر وړونكي بس او لارۍ تر منځ د ټکر له كبله رامنځته شوې ده.
په پېښه کې پنځه تنه وژل شوي او اته نور ټپيان دي.
پوليسو ټپيان نږدې روغتون ته انتقال کړي او د ځينو روغتيايي حالت نازک ښودل شوى دى.
پوليسو ويلي، چې پېښه د موټرو د ګړندي تګ له كبله رامنځته شوې ده.


