ads

حكومت خوست ته د غنمو اصلاح شوى تخم او سرې نه ور استوي

هرکال د غنمو د كر د موسم په رارسیدو سره د خوست د کرنې ریاست مخې ته په سلګونه بزګران د غنمو اصلاحي تخم او کیماوې سرې اخیستو ته سترګې په لاره وي خو سږ د دغو مراجعه کوونکو شتون او عرض پاڼې کمې ترسترګو کیږي.د خوست بزګران وایې، چې د غنمو  اصلاحي تخمونه او […]

نویسنده: TKG
6 لړم 1394
حكومت خوست ته د غنمو اصلاح شوى تخم او سرې نه ور استوي

هرکال د غنمو د كر د موسم په رارسیدو سره د خوست د کرنې ریاست مخې ته په سلګونه بزګران د غنمو اصلاحي تخم او کیماوې سرې اخیستو ته سترګې په لاره وي خو سږ د دغو مراجعه کوونکو شتون او عرض پاڼې کمې ترسترګو کیږي.
د خوست بزګران وایې، چې د غنمو  اصلاحي تخمونه او کیمیاوې سرې هر کال ترلاسه کوي او د غنمو حاصلات یې څه نا څه ورسره ښه وي خو سږ کال چې د غنمو د تخمونو او کیمیاوې سرو د کرلو وخت دی، د دوی غوښتنو ته د خوست د کرنې ریاست مثبت ځواب نه دی ورکړی. هرکال د غنمو د كر د موسم په رارسیدو سره د خوست د کرنې ریاست مخې ته په سلګونه بزګران د غنمو اصلاحي تخم او کیماوې سرې اخیستو ته سترګې په لاره وي خو سږ د دغو مراجعه کوونکو شتون او عرض پاڼې کمې ترسترګو کیږي.
د خوست بزګران وایې، چې د غنمو  اصلاحي تخمونه او کیمیاوې سرې هر کال ترلاسه کوي او د غنمو حاصلات یې څه نا څه ورسره ښه وي خو سږ کال چې د غنمو د تخمونو او کیمیاوې سرو د کرلو وخت دی، د دوی غوښتنو ته د خوست د کرنې ریاست مثبت ځواب نه دی ورکړی.
د خوست د اسمعیل خیلو او مندوزیو ولسوالۍ اوسیدونکی او د دغې ولسوالۍ د غنمو د کوپراتیف مشر حاجي ولي جان وایي، له دې وروسته په خوست کې د غنمو د کرلو وخت پیلیږي، ځمکې یې هم کر ته چمتو دي خو د اصلاحي تخمونو او کیمیاوې سرې نشتوالي مایوسه کړی دى: ((اوس موسم د غنمو د تخم د کرلو وخت دى، د ولسوالۍ په سلګونه بزګران د غنمو اصلاحي تخمونو او کیمیاوې سرې ته اړتیا لري. تیرو کلونو کې موږ ته د کرنې ادارې ځینې اصلاحي تخمونه او سرې په مناسب قیمت راکړې، ډېرې ښې پایلې یې لرلې دي. خو سږ کال چې موږ  د کرنې ریاست ته مراجعه وکړه او د بزګرانو ستونزو مو ورته وويليې، تراوسه کوم مثبت ځواب نه دی راکړل شوی.))
دی ګيله من دى او وايي: ((موږ بزګرانو ته په تیرو ۱۳ کالونو کې هیڅ توجه نه ده شوې، که د خوست چارواکي دي او یا د کابل ټول وخت تیروي او له موږ سره په کړو ژمنو عمل نه کوي.))
د خوست کرنې ریاست ته یو شمېر نورو بزګرانو هم  په دې هیله خپلې عرض پاڼې راوړي، چې اصلاحي تخمونه او کیمیاوې سرې ترلاسه کړي.
د خوست د متون سیمې اوسیدونکی او د کوپراتیف مشر بادشاه وایې، دا چې د غنمو د کرلو وخت دی، په ښار کې باکیفیته اصلاحي تخمونه او  کیمیاوې سرې یا پیدا کیږي نه او  که پیدا کیږي هغه بیا دومره قیمتي دي، چې د بزګرانو له وس څخه پورته ده.
دی وایې، که د کرنې ادارې لخوا د غنمو اصلاحي تخمونه او با کیفیته سرې د بزګرانو په لاس ورنکړل شې نو ډېر امکان شته چې د خوست د غنمو حاصلاتو ته به زیان ورسیږي : ((زه اوس د کرنې په اداره کې یم، د غنمو د تخمونو او د کیمیاوې سرې په مناسبو بیو اخیستو پسې راغلى یم، ځکه ښار کې یا باکیفیته اصلاحي تخمونه نشته او یا که شته هغه ډېر لوړ قیمتونه لري. زه د بیلګې په ډول یوه خبره کوم، دا اوس اوس مې ښار کې له سوداګر سره تماس وکړ، د کیمیاوې سرې قیمت ۴۵۰۰ افغانۍ ده، او پیدا کیږي هم نه،  نو موږ څه وکړو، زه په اړوند وزارت او د کرنې په برخه کې د شته بهرنیو موسسو څخه غواړم، چې د دغو بزګرانو همدا یوه هیله ده او باید حکومت ورته باکیفیته اصلاحي تخمونه او کیمیاوې سرې په مناسب قیمت ورکړې.))
دی وایې، که حکومت کیمیاوې سرې او اصلاحي تخمونه ور نه کړې، نو سږ به د غنمو حاصلات ډېر زیانمن شې: ((ځکه بغیر له تورې کیمیاوې سرې خو څوک غنم نشې کرلی او چې اصلاح شوي غنم نه وي نو له بزګرانو سره په کور کې شته ګډووډ تخمونه به وکري، چې هغه به سمه نتیجه ورنکړې.))
په خوست کې د کرنې ادارې بيا مسوولین وایې، دوی څو ځله د اړوند وزارت له چارواکو د غنمو د اصلاح شوي تخمونو او کیمیاوي سرو غوښتنه کړې خو دوی يوازې ژمنې وركوي چې دغه ستونزه به په نیږدې راتلونکي کې هواره شي.
د خوست په کرنې ریاست کې د ترویج امر فضل الرحیم وایي، تراوسه دوی ته ځکه د غنمو اصلاحي تخمونه نه دي رارسیدلي، چې د وزرات بودیجه ځنډیدلې او په وینا یې دغه ستونزه  به په راتلونکي کې هواره شې: ((ما درې ځله د غنمو او کیمیاوې سرې په اړه د بزګرانو غوښتنې له خپل وزارت سره شریکې کړې او ترې مې ۱۲ سوه ټنه د غنمو او کیمیاوې سرې غوښتنه کړې،  دوی ژمنه راکړې، چې په نیږدې راتلونکي کې به د خوست بزګرانو لپاره غنم وپیري. زه بزګرانو ته ژمنه نشم ورکولای، چې اصلاحي تخمونو ته انتظار وکړي، خو وزرات ژمنه راکړې که موږ ته د غنمو تخمونه او کیمیاوې سرې راغلې نو بزګرانو ته به یې بې له ځنډه  توزیع   کړو. زه له خپل وزارت څخه غوښتنه کوم، چې که رښتیا دوی د غنمو تخم اخلي باید ژر یې راولیږي، چې په ناوخته ویش به یې بزګران فصلونه په ځنډ وكري او د غنمو راتلونکی حاصل به سخت اغیزمن شې.))
د خوست د کرنې ریاست د ترویج مدیر نور شهباز هم اندیښنه څرګنده وي، چې که له بزګرانو سره په وخت د اصلاحي تخمونو او کیمیاوې سرې مرسته ونشې، د دغه ولایت د غنمو حاصلاتو ته به سخت زیان ورسیږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA