پاکستاني پوځي چارواکي وايي، د هندي سرتېرو په تازه ډزو کې دوه پاکستانيان وژل شوي او يوولس نور ټپيان شوي دي.
پاکستاني رسنيو د پوځي چارواکو له قوله ويلي، دغه ډزې د پنجاب ايالت د ناروال سيمې په شکر ګړ سکټر کې شوې دي، چې پاکستاني پوځيانو هم ځوابي ډزې کړې دي. پاکستاني پوځي چارواکي وايي، د هندي سرتېرو په تازه ډزو کې دوه پاکستانيان وژل شوي او يوولس نور ټپيان شوي دي.
پاکستاني رسنيو د پوځي چارواکو له قوله ويلي، دغه ډزې د پنجاب ايالت د ناروال سيمې په شکر ګړ سکټر کې شوې دي، چې پاکستاني پوځيانو هم ځوابي ډزې کړې دي.
دا چې هندي لوري ته هم مرګ ژوبله اوښتې او كنه تراوسه په دې اړه څه نه دي ويل شوي.
په رپوټ کې راغلي، چې د هندي سرتېرو په ډزو کې يو ۱۶ كلن هلک او يوه ۱۰ کلنه نجلۍ وژل شوي او يوولس کسان ټپيان شوي دي.
چارواکو ويلي، چې په ياده سيمه کې يې بېړنى روغتون هم جوړ کړى، ترڅو د نښتې زياتېدو په صورت کې ټپيانو ته روغتيايي اسانتياوې برابرې کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان او هندي سرتېرو تر منځ د پنجاب ايالت سرحدي کرښه کې له پرون راهيسې يو ځل بيا نښتو زور اخيستى، چې دواړه هېوادونه يې پړه پر يو بل اچوي.


