ads

خوست كې د كونډو مېرمنو بهتر لاسنيوى

کابو سل چرګان د خوست ښار جنوب ته د ګربزو ولسوالۍ د شيخانو کلي په هغه پخواني خټين کور کې په یوه فارم کې  ساتل کېږي.دا فارم د يوې سپين سرې وريښمېنې دى چې په همدې خټين كور كې له خپلو دريو يتيمو بچيانو سره ژوند كوي.هغې د چرګانو د ساتلو لپاره په خپل لاس […]

نویسنده: TKG
4 لړم 1394
خوست كې د كونډو مېرمنو بهتر لاسنيوى

کابو سل چرګان د خوست ښار جنوب ته د ګربزو ولسوالۍ د شيخانو کلي په هغه پخواني خټين کور کې په یوه فارم کې  ساتل کېږي.
دا فارم د يوې سپين سرې وريښمېنې دى چې په همدې خټين كور كې له خپلو دريو يتيمو بچيانو سره ژوند كوي.
هغې د چرګانو د ساتلو لپاره په خپل لاس له خامو خښتو يوه كوټنۍ د انګړ په هغه بر كونج كې جوړه كړې ده.
کونډه مور ورېښمينه ټوله ورځ همدې چرګانو ته د اب و دانې په برابرولو تېروي. کابو سل چرګان د خوست ښار جنوب ته د ګربزو ولسوالۍ د شيخانو کلي په هغه پخواني خټين کور کې په یوه فارم کې  ساتل کېږي.
دا فارم د يوې سپين سرې وريښمېنې دى چې په همدې خټين كور كې له خپلو دريو يتيمو بچيانو سره ژوند كوي.
هغې د چرګانو د ساتلو لپاره په خپل لاس له خامو خښتو يوه كوټنۍ د انګړ په هغه بر كونج كې جوړه كړې ده.
کونډه مور ورېښمينه ټوله ورځ همدې چرګانو ته د اب و دانې په برابرولو تېروي.
زه يې خواته ورغلم، د ژوند د تېرولو د اسبابو په اړه مې وپوښتل، هغې سره بل ځواب نه و، د چرګانو كوټنۍ ته يې اشاره وكړه ويل يې دغلته مې نوي چېرګې او لس چرګان ساتلي، دانه وركوم او بيا يې هګۍ و چرګان خرڅوم.
هغه وايي، دا چرګان يې د اړيكو د دفتر په نوم له يوې خيريه موسسې نه ترلاسه كړي او تر څنګه يې د چرګانو د پاللو اسباب هم وركړي دي: ((اته بوجۍ خوراکه يې هم راکړې ده. د ناروغۍ درملنه يې هم موسسه کوي. سهار او مازيګر خوراک ورکوم.))
دغه سپين سرې مور وايي، د خاوند له مرګ وروسته د بچيانو پالنه همدې ته ور په غاړه ده، له همدې كبله چې د ګټې وټې بل څوك نه لري نو د وريښمينې ابۍ اقتصادي مشكلات هم له حده وتلي وو، خو په وينا يې اوس چې ورته د اړيكو د دفتر موسسې  چرګانو فارم په كور دننه جوړ كړى نو د كور ټولې ستونزې يې تر يو حده حل شوې دي:
د بچيانو پالنه او د روزۍ چمتو کولو د دې په غاړه دي، په داسې حال کې، چې د هغې په وينا د کمزوري اقتصاد له امله يې کورني مشکلات زيات دي.
مېرمن ورېښمينې ته د چرګانو ياد شوی فارم په خوست کې د اړيکو د دفتر په نوم يوې خيره ټولنې جوړ کړی او په وينا يې اوس يې ډېرې اقتصادي ستونزې كمې شوي.
هغې زياته كړه، د چرګانو د فارم په برخه كې مرسته يوازې له دې سره نه بلكې له نورو اړمنو مېرمنو سره هم شوې ده: ((دلته نورې کونډې او يتيمان هم شته، چې ډېر بې وزله او غريبان دي. زموږ ښه ګټه کېږي، ځکه چرګې په هګيو راغلې دي. پاتې چرګې هم په هګيو راځي. زموږ ښه ګوزاره پرې کېږي.))
د اړيکو دفتر يا TLO چې په جنوب ختيځ کې د خوست او پکتيا په شپږو ولسواليو کې فعاليت کوي، مسوولين وايي، د وزو او غواګانو د ښې روزنې ترڅنګ يې نږدې سلو کورنيو ته د چرګانو فارمونه جوړ کړي دي.
په خوست کې د دې دفتر د ښځو د څانګې مسوولې مېرمن جميلې امام كليد ته وويل، غواړي، د مالدارۍ له پلوه له هغو مېرمنو سره مرسته وکړي، چې د کورنيو سرپرستي يې ورپه غاړه ده: ((دغه مېرمنې په کورونو کې په عنعنوي ډول مالونه ساتي. مثلاً له شيدو مستې جوړوي او بيا کورني غوړي ترې باسي، خو د شيدو او مستو د خرڅلاو لاره نده ورته معلومه. د لبنياتو د پروسس له طريقې غواړو، چې په کور دننه د عايداتو سرچینه ولري.))
په خوست او پکتيا کې د ياد پروګرام مسوول ډاکټر ازهر  بيا وايي، موسسه يې اوسمهال د پکتيا په ميرزکه، ځاځي اريوب او ډنډپټان او د خوست په ګربز، تڼي او ځاځي ميدان ولسواليو کې فعاليت لري، خو كه پروګرام يې اغېزمن ثابت شي، نو په نورو ولسواليو كې به هم د كونډو ښځو د اقتصادي ستونزو د حل په برخه كې د مرستې په خاطر پروژې پلې كړي.
دی وایي: ((زموږ ټول پروګرام لس کلن دی، خو د اوس لپاره په شپږو ولسواليو کې يو کلن ازمايښتي روان دی. که چېرې دغه پروګرام ښه نتيجه ورکړي، راتلونکی کال يې د پکتيا او خوست ۲۳ ولسواليو ته غځوو.))
ډاكټر ازهر زياته كړه، د مالدارۍ د ښې روزنې په برخه کې د اړيکو د دفتر له لوري په ياد شوي پروګرام کې لومړيتوب هغو مېرمنو ته ورکوي چې تر نورو ټولو زياتې اقتصادي ستونزې ګالي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA