ads

ايران: تر راتلونكو ۲۵ كلونو اسراييل له منځه ځي

د ايران د ځمکنيو پوځيانو عمومي قوماندان وايي، چې ښايي اسراييل تر راتلونکو ۲۵ كلونو د نړۍ له نقشې څخه لرې شي.امير پوردستان پرون العالم ټلويزيوني چينل سره مرکه کې د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل، چې ايران ته تر ټولو لوى ګواښ د وړو ترهګرو ډلو له لوري متوجه دى، چې اسراييلو رامنځته […]

نویسنده: TKG
4 لړم 1394
ايران: تر راتلونكو  ۲۵ كلونو  اسراييل له منځه ځي

د ايران د ځمکنيو پوځيانو عمومي قوماندان وايي، چې ښايي اسراييل تر راتلونکو ۲۵ كلونو د نړۍ له نقشې څخه لرې شي.
امير پوردستان پرون العالم ټلويزيوني چينل سره مرکه کې د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل، چې ايران ته تر ټولو لوى ګواښ د وړو ترهګرو ډلو له لوري متوجه دى، چې اسراييلو رامنځته کړې دي. د ايران د ځمکنيو پوځيانو عمومي قوماندان وايي، چې ښايي اسراييل تر راتلونکو ۲۵ كلونو د نړۍ له نقشې څخه لرې شي.
امير پوردستان پرون العالم ټلويزيوني چينل سره مرکه کې د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل، چې ايران ته تر ټولو لوى ګواښ د وړو ترهګرو ډلو له لوري متوجه دى، چې اسراييلو رامنځته کړې دي.
نوموړي زياته كړه، په سيمه کې امريکا او ملګرو يې سترې جګړې بايللې دي، خو اوس هڅه کوي، چې د وړو ترهګريزو ډلو په مرسته په سيمه کې نفوذ پيدا کړي.
د هغه په وينا، په ايران کې تر اسلامي انقلاب وروسته امريکا او متحدينو يې پر دوى اقتصادي بنديزونه ولګول، خو تر اټومي هوکړې وروسته يې اقتصادي ماته هم خوړلې ده.
بايد ياده شي، چې څو مياشتې وړاندې ايران د نړۍ شپږو قدرتونو سره تاريخي اټومي هوکړه لاسليک کړه، چې له مخې به يې ايران د يورانيمو غني کول کموي او په مقابل کې به پر دغه هېواد لګېدلي اقتصادي بنديزونه لرې کېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA