ads

ټوني بلير: پر عراق بريد جنګي جرم و

د بريټانيا پخواني صدراعظم ټوني بلير دولس كاله وروسته په يو اعتراف كې ويلي چې پر عراق بريد يوه تېروتنه وه او دى يې جنګي جرم ګڼي.ټوني بلير پر عراق د نړيوالو پوځونو له بريد ۱۲ كاله وروسته پرون دا خبرې له يو امريكايي ټلويزيون سره په مركه كې كړي. د بريټانيا پخواني صدراعظم ټوني […]

نویسنده: TKG
3 لړم 1394
ټوني بلير: پر عراق بريد جنګي جرم  و

د بريټانيا پخواني صدراعظم ټوني بلير دولس كاله وروسته په يو اعتراف كې ويلي چې پر عراق بريد يوه تېروتنه وه او دى يې جنګي جرم ګڼي.
ټوني بلير پر عراق د نړيوالو پوځونو له بريد ۱۲ كاله وروسته پرون دا خبرې له يو امريكايي ټلويزيون سره په مركه كې كړي. د بريټانيا پخواني صدراعظم ټوني بلير دولس كاله وروسته په يو اعتراف كې ويلي چې پر عراق بريد يوه تېروتنه وه او دى يې جنګي جرم ګڼي.
ټوني بلير پر عراق د نړيوالو پوځونو له بريد ۱۲ كاله وروسته پرون دا خبرې له يو امريكايي ټلويزيون سره په مركه كې كړي.
بلير ويلي، دى د امريكا د جمهور رئيس جورج بوش په ملګرتيا پښېمانه دى ځكه په عراق كې د صدام حسين د راپرځولو په خاطر درنې تېروتنې شوي او غلط استخباراتي معلومات وو چې دې بريد ته يې لاره اواره كړه.
بلير ويلي، د عراق جګړه كه نه واى اوس به داعش ډله نه وه، ځكه نو په دې جګړه كې دى پخپله هم ځان ګرم بولي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA