د هند د بهرنيو چارو وزارت وياند ويکاس سواراپ د ترهګرۍ په اړه د امريکا او پاکستان د ګډې بيانيې په غبرګون کې وويل، نوى ډيلى له ترهګرو ډلو سره د مبارزې په برخه كې د پاکستان ملاتړ کوي. د هند د بهرنيو چارو وزارت وياند ويکاس سواراپ د ترهګرۍ په اړه د امريکا او پاکستان د ګډې بيانيې په غبرګون کې وويل، نوى ډيلى له ترهګرو ډلو سره د مبارزې په برخه كې د پاکستان ملاتړ کوي.
هغه زياته کړه، د امريکا او پاکستان په ګډې بيانيې کې، چې امريکا ته د پاکستان د لومړي وزير نواز شريف د سفر په پاى کې خپره شوه، د لومړي ځل لپاره د حقاني او لشکر طيبه په څېر په پاکستان کې له مېشتو ترهګرو ډلو سره پر مبارزې ټينګار شوى دى .
د هند د بهرنيو چارو وزارت وياند هيله څرګنده كړه، چې پاکستان په دغې ګډې بيانيې کې خپلو ژمنو ته پابند واوسي.
د هند د بهرنيو چارو وزارت وياند دغه راز له پاکستان سره د کشمير مسئلې د حل په اړه هم خوشبيني وښوده او زياته يې کړه، چې له پاکستان سره د کشمير مسئلې په اړه هر ډول خبرو ته چمتو دي.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هند په ځلونو پاکستان له ترهګرۍ په ملاتړ تورن کړى، خو اسلام اباد دغه تور ردوي.


