په مکسيکو،امريکا او يونان کې سېلابونو خلکو ته مالي زيانونه اړولي دي او له تېرې اونۍ د بارانونو لړۍ هماغسې روانه ده.
له بحرالکاحل څخه اوچت شوي سمندري طوفان، چې د پټروشيا نوم ورکړل شوى او په ساعت کې درې سوه کيلو مټره سرعت لري، د مکسيکو ساحلي غاړې سختې ځپلې دي او په درېيو ولايتونو کې بېړنى حالت اعلان شوى دى. په مکسيکو،امريکا او يونان کې سېلابونو خلکو ته مالي زيانونه اړولي دي او له تېرې اونۍ د بارانونو لړۍ هماغسې روانه ده.
له بحرالکاحل څخه اوچت شوي سمندري طوفان، چې د پټروشيا نوم ورکړل شوى او په ساعت کې درې سوه کيلو مټره سرعت لري، د مکسيکو ساحلي غاړې سختې ځپلې دي او په درېيو ولايتونو کې بېړنى حالت اعلان شوى دى.
مکسيکو طوفان ځپلو سيمو کې ټولې دولتي ادارې او ښوونځي تړلي دي.
په همدې حال کې د امريکا ټګزاس ايالت کې د بارانونو اوبو ټول لوى سړکونه لاندې کړي او لسګونه الوتنې لغوه شوې دي.
دې سره هممهاله د يونان په جنوبي برخو کې هم سېلابونو او طوفاني باران سلګونه خلک بې کوره کړي دي، سړکونه او لويې ودانۍ نړېدلي او ميليونونه ډالر مالي زيانونه يې اړولي دي.
تر اوسه د دغو طوفاني سېلابونو او بارانونو له کبله د اوښتي ځاني زيان په اړه څه نه دي ويل شوي.


