په کندهار کې د شاتو د مچيو له فارمونو څخه د شاتو د اخيستلو د موسم له رارسېدو سره جوخت د دې ولايت د فارمونو خاوندان وايي، سږ كال يې د شاتو توليد د پخوا په پرتله زيات شوى دى.
د کندهار د مچيو د فارمونو مسوولين وايي، سږ کال يې له خپلو مچيو څخه پر يوه فارم پنځه سوه کيلو ګرامه شات تر لاسه کړي چې عايد يې تېرو دريو کلونو ته په کتو خورا ډېر دى. په کندهار کې د شاتو د مچيو له فارمونو څخه د شاتو د اخيستلو د موسم له رارسېدو سره جوخت د دې ولايت د فارمونو خاوندان وايي، سږ كال يې د شاتو توليد د پخوا په پرتله زيات شوى دى.
د کندهار د مچيو د فارمونو مسوولين وايي، سږ کال يې له خپلو مچيو څخه پر يوه فارم پنځه سوه کيلو ګرامه شات تر لاسه کړي چې عايد يې تېرو دريو کلونو ته په کتو خورا ډېر دى.
دوى وايي، د شاتو د مچيو د روزني او په نورو برخو کې دولت ور سره هيڅ ډول همکاري نه ده کړي خو زياتوي چې دوى په خپله توانيدلي تر څو د شاتو مچۍ و روزي او ترې ګټه تر لاسه کړي.
په كندهار كې د شاتو د مچيو د يو فارم خاوند سيد بلال راته وويل، دلته يې مچۍ ځكه راوړي او د شاتو توليد يې زيات شوى چې د كندهار هوا خورا مناسبه ده: (( دا يو ګرم ځاى دى، دلته مچۍ نه مړې كېږي په ژمي كې دا يو ګرم ځاى دى.))
د كندهار ځايي اوسېدونكى عبدالباري هم هغه څوك دى چې په كندهار كې يې د شاتو د مچيو ساتلو كاروبار له ډېرې وړې كچې پيل كړى خو اوس يې فارم پر ځان بسيا او د شاتو كافي توليدات لري: (( درې كاله وړاندې ما له پاكستانيانو نه دوه پيټۍ د شاتو مچۍ راونيوې، يو كال وروسته دا صندوقونه شل شول، بل كار ته ۴۰ شول او اوس سږ كال زما مچۍ ۱۰۴ صندوقه دي او كه كال ته ژوندي وو نو ۲۰۰ صندوقه به شي، څومره چې صندوقونه ډېرېږي هومره توليد زياتېږي.))
دى وايي، په كندهار كې چې موسم ښه وي او كښتونه خراب نه وي نو د شاتو د مچيو له صندوقه پنځه وارې شات باسي.
خو په عين حال كې دى او د کندهار د مچيو د فارمونو نور مسولين وايې، که دولت ور سره مرسته وکړي نو په دغه ولايت كې به د مچيو روزنه ښه وده وکړي او حاصلات به يې تردې نور هم زيات سي.
د کندهار د کرنې رياست د ترويج او مالدارۍ مدير انجينر محمد الله نوري وايې، په کندهار کې د مچيو د شاتو د ايستلو وخت دى او دلته د خلکو له لوري په شخصي توګه جوړ شويو فارمونو ښه پراختيا پيدا کړي ده.
هغه زياتوي، که څه هم دلته خلک د مچيو له روزنې سره نابلده وو خو په وينا يې اوس د شاتو د كاروبار پر خوا د كندهاريانو ليوالتيا پر ډېريدو ده.
نوموړى مني چې دولت له خلکو سره په دې برخه کي کومه خاصه مرسته نه ده کړې: (( دلته ډېر زيات فارمونه جوړ شوي، دولت ځكه ورسره مرسته نه ده كړې چې موږ په دې برخه كې كوم پروګرام نه لرو، د شاتو د مچيو كاروبارونو كې زياته مرسته د موسسو لخوا كېږي، مګر پرې خبر يوو، دلته تر اوسه درې پروژې عملي شوي چې يوه په ۱۳۸۶ كې وه، يوه په ۱۳۹۰ او بله په ۱۳۹۱ كې بشپړه شوه، موږ پر دغو پروژو او پروګرامونو څار لرو.))
دا په داسې حال كې ده چې په کندهار کې اوس مهال شاوخوا ديارلس د شاتو د مچيو فارمونه شته ، چې درې فارمونه يې د کندهاريانو له لوري له تېرو دريو کلونو را په دې خوا په شخصي توګه فعال او پاتې نور يې د نورو ولايتونو د پانګه والو له خوا په کندهار کې جوړ شوي دي.


