نا تاييد شوي رپوټونه وايي، په سوريه کې د اسراييلو يوه وړه غير جنګي الوتکه غورځېدلې او اسراييلي ځواکونو يې په اړه لټون پيل کړى دى.
د تسنيم خبري اژانس د رپوټ له مخې، له تېرې ورځې راهيسې اسراييلي الوتكې او سرتېري سوريې سره په ګډه پوله د خپلې ورکې شوې الوتکې د موندلو په هڅه کې دي. نا تاييد شوي رپوټونه وايي، په سوريه کې د اسراييلو يوه وړه غير جنګي الوتکه غورځېدلې او اسراييلي ځواکونو يې په اړه لټون پيل کړى دى.
د تسنيم خبري اژانس د رپوټ له مخې، له تېرې ورځې راهيسې اسراييلي الوتكې او سرتېري سوريې سره په ګډه پوله د خپلې ورکې شوې الوتکې د موندلو په هڅه کې دي.
په ورته وخت کې يو شمېر رپوټونه وايي، د دغې الوتکې پيلوټان ژوندي دي، خو تسنيم خبري اژانس د عيني شاهدانو له قوله ويلي، چې ښايي ياد پيلوټان د کومې وسله والې ډلې لخوا برمته شوي وي.
دا په داسې حال کې ده، چې اسراييلي جنګي الوتکو په قينطره سيمه کې د لبنان د حزب الله ډلې پر مرکزونو درنه بمباري کړې ده.
بلخوا د حزب الله ډلې مشر حسن نصرالله له يو نامعلوم ځاى څخه پرون پر مسلمانانو غږ کړى، چې په فلسطين کې د اسراييلو د ظلمونو په وړاندې يو موټى شي.


