د مالديپ مرستيال جمهور رئيس احمد اديب د دې هېواد د جمهور رئيس عبدالله يامين د وژنې د دسيسې او پلان د جوړولو په تور نيول شوى دى.
د مالديپ د كورنيو چارو وزير عمر نصير ويلي، پوليسو احمد اديب له حكومته د بغاوت په تور نيولى او د هېواد په مركز مالى كې يې له جنجال پورته كوونكې حالت سره د مقابلې په خاطر امنيتي اقدامات سخت كړي دي. د مالديپ مرستيال جمهور رئيس احمد اديب د دې هېواد د جمهور رئيس عبدالله يامين د وژنې د دسيسې او پلان د جوړولو په تور نيول شوى دى.
د مالديپ د كورنيو چارو وزير عمر نصير ويلي، پوليسو احمد اديب له حكومته د بغاوت په تور نيولى او د هېواد په مركز مالى كې يې له جنجال پورته كوونكې حالت سره د مقابلې په خاطر امنيتي اقدامات سخت كړي دي.
دا په داسې حال كې ده چې تېره مياشت د مالديپ د جمهور رئيس عبدالله يامين په كښتۍ كې د چاودنې له كبله د هغه مېرمنه او درې نور كسان ټپيان شوي وو او عبدالله يامين له پېښې روغ ووت.
اوس د مالديپ كورنيو چارو وزارت وايي، څېړنو يې ښودلې چې د دې هېواد مرستيال جمهور رئيس د دغې پېښې اصلي طراح و.


