د امريکا جمهور رئيس بارک اوباما به نن په سپينه ماڼۍ کې د پاکستان له لومړي وزير نواز شريف سره وګوري او پر يو شمېر نورو موضوعاتو سربېره به د افغانستان په اړه هم ورسره خبرې وكړې. د امريکا جمهور رئيس بارک اوباما به نن په سپينه ماڼۍ کې د پاکستان له لومړي وزير نواز شريف سره وګوري او پر يو شمېر نورو موضوعاتو سربېره به د افغانستان په اړه هم ورسره خبرې وكړې.
نواز شريف د سې شنبې په ورځ په څلور ورځني سفر امريکا ته ورسېد او پرون يې په واشنګټن کې د امريکا د بهرنيو چارو له وزير جان کېري سره وکتل.
د رپوټونو له مخې، نواز شريف له جان کېري سره په کراچۍ، قبايلي سيمو او بلوچستان کې د روانو ناکراريو موضوع شريکه کړه.
امريکايۍ USA Today ورځپاڼه ليکي، چې د بارک اوباما او نواز شريف ترمنځ به د افغانستان لپاره د امريکا پر نوې ستراتيژۍ، چې له ۲۰۱۶ كال وروسته يو شمېر پوځيان په افغانستان کې ساتي، خبرې وشي.
د امريکا جمهور رئيس يوه اونۍ وړاندې اعلان وکړ، چې د دغه هېواد نږدې لس زره پوځيان، چې اوس په افغانستان کې دي، راتلونکى کال به هم پاتې شي او په ۲۰۱۷ کال کې به امريکا په افغانستان کې ۵۵۰۰ سرتېري ولري.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


