ads

خورخه لويس بورخس څه ډول لیکل کول؟

خورخه لويس بورخس په ۱۸۹۹ کال د ارجنتاین په بونس ايرس کې زېږېدلی او په ځوانۍ کې اروپا ته تللی دی. په انګلستان او سويس کې يې زده کړې او بیا خپل هيواد ته راستون شوی دی. بورخس ارجنتاین ته له راستنیدو سره د یوه نوي شعري مکتب بنسټ کېښود او د یو شمېر مترقي […]

نویسنده: The Killid Group
29 تله 1394
خورخه لويس بورخس څه ډول لیکل کول؟

خورخه لويس بورخس په ۱۸۹۹ کال د ارجنتاین په بونس ايرس کې زېږېدلی او په ځوانۍ کې اروپا ته تللی دی. په انګلستان او سويس کې يې زده کړې او بیا خپل هيواد ته راستون شوی دی. بورخس ارجنتاین ته له راستنیدو سره د یوه نوي شعري مکتب بنسټ کېښود او د یو شمېر مترقي مجلو په چاپ کې يې ډېره هڅه وکړه.
سره له دې چې بورخس په وروستیو کې د سترګو له ناروغۍ په عذاب و، د ملي کتابتون ریاست او د بونس ایرس په پوهنتون کې یې د انګلیسي ژبې تدریس کاوه. 
که څه هم بورخس د یوه شاعر، مقاله لیکونکي او فیلسوف په توګه پېژندل کېږي، خو د هغه زیات شهرت د لڼدو کيسو د ليکلو له کبله دی. هغه ليکوال چې هيڅکله يې ناول ليکلو ته مخه ونه کړه. خورخه لويس بورخس په ۱۸۹۹ کال د ارجنتاین په بونس ايرس کې زېږېدلی او په ځوانۍ کې اروپا ته تللی دی. په انګلستان او سويس کې يې زده کړې او بیا خپل هيواد ته راستون شوی دی. بورخس ارجنتاین ته له راستنیدو سره د یوه نوي شعري مکتب بنسټ کېښود او د یو شمېر مترقي مجلو په چاپ کې يې ډېره هڅه وکړه.
سره له دې چې بورخس په وروستیو کې د سترګو له ناروغۍ په عذاب و، د ملي کتابتون ریاست او د بونس ایرس په پوهنتون کې یې د انګلیسي ژبې تدریس کاوه. 
که څه هم بورخس د یوه شاعر، مقاله لیکونکي او فیلسوف په توګه پېژندل کېږي، خو د هغه زیات شهرت د لڼدو کيسو د ليکلو له کبله دی. هغه ليکوال چې هيڅکله يې ناول ليکلو ته مخه ونه کړه.
تلپاتې تاریخ، الف، شخصي کتابتون، تور بیرغ، د عقایدو تفتیش، د سیوري ستاینه او یو څو نور د بورخس له مشهورو اثارو څخه شمېرل کېږي.
بورخس په ۱۹۶۱ میلادي کال کې د اروپايي ناشرانو جايزه ترلاسه کړه. سره له دې چې بورخس بیا بیا د نوبل د ادبیاتو جایزې ته کاندید شوی و، دا جایزه يې ترلاسه نه کړه، خو د ارجنتاین د ملي ادبیاتو جایزه يې خپله کړه.
تر ۱۹۳۰ میلادي کاله پورې هغه شپږ کتابونه چاپ کړي وو چې درې يې شعري ټولګې او درې يې د مقالو ټولګې وې. د ۱۹۳۹ او ۱۹۴۹ کلونو په اوږدو کې يې خپل ټول داستاني اثار ولیکل او چاپ کړل چې بیا د همدغو اثارو له کبله شهرت ته ورسېد.
بورخس په ۱۹۸۶ کال کې له دې نړۍ سترګې پټې کړې.
دلته له یوې امریکايي خپرونې سره د بورخس د مرکې هغه برخې را اخلو چې د خپلې لیکوالۍ طریقې يې په کې بیان کړې دي:
د کرکټرونو د نوم د ټاکلو لپاره دوې طریقې کاروم. لومړی د خپلو اجدادو په نومونو پسې ورځم، له دې کار څخه مې مقصد دا دی چې هغوی بیا راژوندي کړم. وروسته له هغو نومونو استفاده کوم چې پر ما اغېز ښندي.
ما په نااشنا او مبالغه امیزه ډول ليکوالي پیل کړې ده. ښايي يو علت يې د ځوانۍ حجب او پروا وي، ځکه ډېری ځوانان دا وېره لري چې طرحې او شعرونه يې جالب نه وي.
د لیکوالۍ په پیل کې مې هڅه کوله چې د اووه لسمې پېړۍ اسپانيايي لیکوالو له سبک څخه استفاده وکړم. خو وروسته د یوه ارجنتايني په توګه مې دا وپتېيله چې لکه یوه ارجنتایني لیکل وکړم. بس یو ارجنتایني قاموس مې واخست او داسې په کې ډوب شوم چې نه مې په لیکنو خلک پوهېدل او نه ما دا وس درلود چې د ټولو کلماتو معنی په یاد وساتم.
یو شمېر ليکوال په دې نظر، په هغه څه چې دوی پوهېږي نورو ته هم د درک وړ دی، ډېر سخت او ناتراشلي لیکل کوي.
زه غواړم د واقعیت په بنسټ لیکل وکړم، خو زما په نظر دا لږ سخت کار دی، په تېره که دا اصل په خپل عصر کې وکاروې. که زه وغواړم د بونس ایرس د یوې واقعي سیمې په اړه څه ولیکم، سم له واره به یو څوک ووايي چې د هغه ځای خلک، خو داسې نه غږېږي. زما په فکر بهتره ده چې ليکوال د داسې يوې موضوع په لټه کې وي چې د هغه له زمان او مکان څخه یو څه فاصله ولري. له دې کبله تل په دې فکر کوم چې خپلې کيسې باید په هېرو شویو زمانو، کابو پنځوس کاله مخکې او د بونس ایرس په له یاده وتلیو او ناپېژندل شویو سیمو ولیکم چې څوک يې د خبرو او کړو وړو له دقیقې بڼې خبر نه وي. زما په نظر دا بڼه د ليکوال تخیل ته ډېره ازادي ورکوي.
زما په نظر لوستونکي د هغه څه له لوستلو څخه چې په تېر کې پېښ شوي، ډېر خوند اخلي. اقتصادي عامل کولای شي پر ليکوالو اغېز وکړي، که ليکوال پوه شي چې له خپل کار څخه دومره ګټه نه شي ترلاسه کولای، ډېره ازادي احساسوي.
ځوان ليکوال باید د کتاب د چاپولو پر ځای پر اثر فکر وکړي او لوستونکي هېر نه کړي. که داستان ليکي د هغه له بیانولو څخه چې، په رښتني او صادقانه ډول يې د تخيل له عهدې څخه نه شي راوتی، ډډه وکړي. یوازې هغه پېښې دې راواخلي چې تخيل ته خلاق لید او اړخ ورکوي، نه دا چې د حیرت وړ وګرځي.
کومه لیکنه چې په هره پاڼه کې يې ټول صفتونه او تشبیه ګانې نوې وي، د لوستونکي له حیرانولو پرته بل مطلب ترې نه شي اخستل کېدای. لوستونکی نباید د ليکوال قدرت او مهارت حس کړي، بلکې لیکوال باید پرته له دې چې خپل وجود او قهر او زور پر چا تحميل کړي، غښتلی او ماهر وي.
ليکوال کولای شي خپل وجدان راضي وساتي او هر هغه کار چې سم ګڼي ترسره کړي، خو زه نه شم کولای چې تبلیغاتي، مذهبي او سیاسي او یا هم یو موټي موهوم شعارونه او رسالې ادبیات وګڼم.
زما په اړه یو شمېر مقالې چې ډېرې سختې او تندې په نظر راځي لیکل شوي دي، خو تل د هغو له لوستلو وروسته مې له ځان سره ويلي دي، که په خپله مې ليکلې وای تر دې به لا سختې او تندې وای.
د لومړي شخص د کارولو یو امتیاز دا دی چې یو چا کیسه کړې چې دقیقا خپله لیکوال نه دی، له دې کبله لیکوال سل په سلو کې د کیسې د سبک مسوول نه دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA