ads

كاناډا له داعش ضد ايتلاف نه خپلې الوتكې باسي

د كاناډا نوى لومړى وزير جاسټين ټروډو وايي، خپلې الوتكې په سوريه كې له داعش ضد ايتلافه وباسي. ټروډو له هغه څو ساعته وروسته، چې د لېبرال ګوند په مشرۍ د كاناډا په پارلماني ټاكنو كې واك ته ورسېد، د امريكا له جمهور رئيس بارك اوباما سره په ټيليفوني خبرو كې دا موضوع تاييد كړې […]

نویسنده: TKG
29 تله 1394
كاناډا له داعش ضد ايتلاف نه خپلې الوتكې باسي

د كاناډا نوى لومړى وزير جاسټين ټروډو وايي، خپلې الوتكې په سوريه كې له داعش ضد ايتلافه وباسي.
ټروډو له هغه څو ساعته وروسته، چې د لېبرال ګوند په مشرۍ د كاناډا په پارلماني ټاكنو كې واك ته ورسېد، د امريكا له جمهور رئيس بارك اوباما سره په ټيليفوني خبرو كې دا موضوع تاييد كړې ده. د كاناډا نوى لومړى وزير جاسټين ټروډو وايي، خپلې الوتكې په سوريه كې له داعش ضد ايتلافه وباسي.
ټروډو له هغه څو ساعته وروسته، چې د لېبرال ګوند په مشرۍ د كاناډا په پارلماني ټاكنو كې واك ته ورسېد، د امريكا له جمهور رئيس بارك اوباما سره په ټيليفوني خبرو كې دا موضوع تاييد كړې ده.
بلخوا نوموړى وايي، له بارك اوباما سره يې په خبرو كې هغه ته ډاډ وركړى، چې د داعش ضد ايتلاف د يو پياوړي غړي په توګه به خپلو همكاريو ته دوام وركړي: ((ما د امريكا له جمهور رئيس بارك اوباما سره په خپلو خبرو كې د داعش ضد ايتلاف د يو غړي په توګه هغه ته ډاډ وركړ. همدارنګه مې په دغه ايتلاف كې د كاناډا د شتون او مسووليت پر اهميت ټينګار وكړ او اوباما هم زموږ د شتون د څرنګوالي او جګړه ييز رول په تړاو راسره موافق و.))
نوموړي د خپلو ټاكنيزو مبارزو په مهال له خلكو سره ژمنه كړې وه، چې د كاناډا سي اېف ۱۸ الوتكې به بېرته راستنې كړي.
د نوموړي په مشرۍ لېبرال ګوند د تېرې دوشنبې په ورځ واك ته ورسېد او د سټيفن هارپر په مشرۍ د محافظه كار ګوند د يوې لسيزې واكمنۍ ته يې د پاى ټكى كېښود.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA