عراقي حکومتي چارواکو اعلان کړى، چې د صلاح الدين ولايت بيجي ښار کې يې درې ډله ييز قبرونه موندلي، چې نږدې پنځوس جسدونه پکې خښ شوي دي.
عراقي چارواکو ويلي، دغه ډله ييز قبرونه د بيجي ښار په العصري سيمه کې موندل شوي دي.
وژل شوي كسان ټول ملکيان ښودل شوي او پړه يې پر داعش وسله والې ډلې اچول شوې ده. عراقي حکومتي چارواکو اعلان کړى، چې د صلاح الدين ولايت بيجي ښار کې يې درې ډله ييز قبرونه موندلي، چې نږدې پنځوس جسدونه پکې خښ شوي دي.
عراقي چارواکو ويلي، دغه ډله ييز قبرونه د بيجي ښار په العصري سيمه کې موندل شوي دي.
وژل شوي كسان ټول ملکيان ښودل شوي او پړه يې پر داعش وسله والې ډلې اچول شوې ده.
تر اوسه د دغو وژل شويو کسانو د هويت په اړه څه نه دي ويل شوي، چې د کومې سيمې اوسېدونکي وو.
د عراقي چارواکو په خبره، داعش وسله والې ډلې تر دې وړاندې هم لسګونه کسان تر وژلو وروسته په ډله ييزو قبرونو کې خښ كړي دي.


