د پاکستان د پنجاب ايالت بهاولپور، ټوبه ټيک سنګ او ډېره غازي خان زندانونو کې نن سهار وختي درې تنه اعدام شوي دي.
پاکستاني چارواکو ويلي، چې په بهاولپور زندان کې د فياض احمد په نوم اعدام شوي شخص په ۱۹۹۷ کال کې يو کس وژلى و.
دغه راز په ټوبه ټيک سنګ مرکزي زندان کې هم د قمرالزمان په نوم يو کس په دار ځړول شوى، چې په ۲۰۰۱ کال کې د اقبال په نوم يو کس په ناحقه د وژلو جرم ورباندې ثابت شوى و. د پاکستان د پنجاب ايالت بهاولپور، ټوبه ټيک سنګ او ډېره غازي خان زندانونو کې نن سهار وختي درې تنه اعدام شوي دي.
پاکستاني چارواکو ويلي، چې په بهاولپور زندان کې د فياض احمد په نوم اعدام شوي شخص په ۱۹۹۷ کال کې يو کس وژلى و.
دغه راز په ټوبه ټيک سنګ مرکزي زندان کې هم د قمرالزمان په نوم يو کس په دار ځړول شوى، چې په ۲۰۰۱ کال کې د اقبال په نوم يو کس په ناحقه د وژلو جرم ورباندې ثابت شوى و.
همدارنګه په ډېره غازي خان کې هم په يو شخص د اعدام حکم تطبيق شوى دى.
په پاکستان کې له تېر يو کال راهيسې نږدې ۱۵۰تنه اعدام شوي، چې ډېرى يې په قتلونو مجرم پېژندل شوي وو.


