ads

د خوست جلغوزې د پاكستان په ټاپه بهر ته ځي

سږ كال بیا هم د مني د موسم په رارسیدو سره د خوست ښار لویدیځ دولس سوه فامیليو کې د جلغوزو غوټۍ په انبارونو-انبارونو پرتې دي.دلته  د جلغوزو له غوټيو څخه د دانو په ایستلو ښځې ماشومان، ځوانان او د پاخه عمر خلک بوخت دي.جلغوزي د خوست د منګلو په دوو ولسوالیو او د ځدراڼو […]

نویسنده: TKG
29 تله 1394
د خوست جلغوزې د پاكستان په ټاپه بهر ته ځي

سږ كال بیا هم د مني د موسم په رارسیدو سره د خوست ښار لویدیځ دولس سوه فامیليو کې د جلغوزو غوټۍ په انبارونو-انبارونو پرتې دي.
دلته  د جلغوزو له غوټيو څخه د دانو په ایستلو ښځې ماشومان، ځوانان او د پاخه عمر خلک بوخت دي.
جلغوزي د خوست د منګلو په دوو ولسوالیو او د ځدراڼو د  غرنیو سیمو طبیعي وچه میوه ده چې د لوړ ارزښت لرونکې ده.
خو د سیمې خلک او سوداګر یې شکایت کوي، دوی ته یې په تیرو دیارلسو کلونو کې نه  کوم د پروسس کارخانه جوړه شوه او نه یې بهرنیو مارکیټونو ته لاس رسی وشو. سږ كال بیا هم د مني د موسم په رارسیدو سره د خوست ښار لویدیځ دولس سوه فامیليو کې د جلغوزو غوټۍ په انبارونو-انبارونو پرتې دي.
دلته  د جلغوزو له غوټيو څخه د دانو په ایستلو ښځې ماشومان، ځوانان او د پاخه عمر خلک بوخت دي.
جلغوزي د خوست د منګلو په دوو ولسوالیو او د ځدراڼو د  غرنیو سیمو طبیعي وچه میوه ده چې د لوړ ارزښت لرونکې ده.
خو د سیمې خلک او سوداګر یې شکایت کوي، دوی ته یې په تیرو دیارلسو کلونو کې نه  کوم د پروسس کارخانه جوړه شوه او نه یې بهرنیو مارکیټونو ته لاس رسی وشو.
په خوست کې د جلغوزو یو تن سوداګر محمد خان وایې، په هیواد کې د جلغوزو د مارکیټ نشوالي له امله دوی اړ كېږي چې د خیبر پښتنخوا بنو سيمې ته یې د خرڅلاو په موخه یوسې، خو پر دې لارو هم نه دوى خوندي وي نه يې هم مالونه خوندي او بې زيانه نه پاتې كېږي: (( دلته پرې اول خلك غره كې خلك په عذاب شي، دلته پرې ماشومان او ښځې په زحمت وي، بيا يې چې په لاره پاكستان ته اړوي، غله يې وهي، پاكستاني حكومتي كسان يې موټر وهي، نيمايي هم نه رسول كېږي، په پاټكونو كې پيسې پرې اخستل كېږي.))
جلات خان د خوست بل اوسیدونکی دی او دی د جلغوزو خپلې شخصي ونې هم لري.
نوموړی وایي، دولت باید د جلغوزو د پروسس کارخانې جوړې کړې، چې له یوې خوا به ورسره یو شمېر خلکو ته کاري فرصتونه پیدا شې، دولت ته به عواید لاسته ورشې او له بلې خوا به د افغانستان تولید د پاکستان په نوم نړیوالو بازارونو ته نه صادریږي: (( زموږ غوښتنه دا ده چې دلته د جلغوزو د پروسس فابريكې بايد جوړې شي، خلكو ته به يې ګټه وي، بې كاروباره به نه وي، اوس خو يې ګټه ټوله پاكستان وړي، بيا د پاكستان په ټاپو خارج ته ځي، نيمه ګټه يې رانه دوى وړي.))
په محلي کچه د جلغوزي ښه حاصلات هم فرق لري، د خوست د منګلو اوسیدونکی پیر محمد منګل وایي، د دوی په سیمه کې سږ كال زیات بارانونه ونشول نو همدا لامل دی چې د جلغوزو  حاصلات تر د وچكالۍ تر اغېز لاندې راغلي او د جلغوزي دانې چینجو وهلي دي خو د خوست د نورو سیمو جلغوزو د دانو کیفیت ښه دی.
د خوست د سوداګرۍ خونې مشر نواب اميرزى وايي، د جلغوزو د سوداګرۍ په اړه ستونزې پر خپل ځاى خو دلته د جلغوزو سوداګرو تراوسه له دوی سره ځانونه نه دي ثبت کړي.
دی وایي، تېر کال یې د همدغو سوداګرو اتحادیې شتون راجستر کړی و، خو بیا د سوداګرۍ خونې له مسوولینو سره یې تماس نه دی شوی.
نوموړی وایې، کله چې سوداګر د سوداګرۍ په برخه کې د هیواد نافذه قوانین په ځان ومني نو اړوندې ادارې دا مکلفیت لري، چې له سوداګرو سره په هره برخه کې همکاري او مرسته وکړي: (( سوداګر بايد  اول ځانونه سوداګر كړي او هغه قوانين چې د افغانستان دي بايد پر ځان يې ومني، له هغې وروسته دولت مكلف دى چې د دوى د سر او مال ساتنه وكړي، خارجي بازار ورته پيدا كړي خو دا ټول په هغه وخت كې چې يوه هماهنګي موجوده وي، اوس خو دوى په خپل سر كارونه روان كړي.))
د خوست د سوداګرۍ خونې مشر نواب اميرزى زياتوي، د چین یو سوداګر یې دې ته چمتو کړی و چې د خوست د سوداګرو جلغوزي واخلي خو کله یې چې له سوداګرو د هر ډول یو یو کیلو د سیمپل غوښتنه وکړه سوداګرو دا وړاندیز رد کړ او ویې ویل، دا د دوی لپاره تاوان دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA