پکتيا د نورو مېوو په پرتله د مڼو ښه حاصلات لري او اکثريت بڼوال يې د سړو خونو او مناسب بازار غوښتنه کوي. د دې ولايت مڼې د هېواد د نورو ولايتونو تر څنګ هندوستان ته هم وړل کېږي او ډېره برخه يې د نامناسبو محيطي شرايطو او اړينو امکاناتو د نشت له کبله خرابېږي. پکتيا د نورو مېوو په پرتله د مڼو ښه حاصلات لري او اکثريت بڼوال يې د سړو خونو او مناسب بازار غوښتنه کوي. د دې ولايت مڼې د هېواد د نورو ولايتونو تر څنګ هندوستان ته هم وړل کېږي او ډېره برخه يې د نامناسبو محيطي شرايطو او اړينو امکاناتو د نشت له کبله خرابېږي.
د لمريز کال درېيم موسم (منی) چې د ونو پاڼې رژوي، بڼوال له ښاخونو مڼې څنډي، خو له راغونډو شويو مڼو د سمې استفادې هيڅ لاره نه لري. دوی د مڼو ساتلو او خرڅلاو ليوني کړي دي او له حکومته غواړي چې د باغدارۍ حاصلاتو ته ځانګړی پام وکړي. د پکتیا یو بڼوال وايي: ((زموږ د مڼو هره ونه تر اويا کيلوګرامه د مڼو حاصل لري، خو دا مڼې نه بازار لري، نه يې ساتنې ته تدابير شته، نه ترې جوس جوړېږي او نه هسې ګټه ترې لاسته راځي چې موږ په کې شوی لګښت پوره کړو.)) ګل احمد د ګردېز لويديځي څنډې ته په خطابه کلي کې لوی باغ لري، خو دا يوازې ګل احمد نه دی چې د بڼوالۍ په برخه کې حکومت ملامتوي، بلکې د نږدې هر دويم بڼوال همدا خبره ده.
دلته د بڼوالو تر څنګ يو شمېر پخوانيو خانانو او اوسنيو مخکښو څېرو هم د کورونو شاوخوا د مڼو باغونه ايښي دي. پاچاخان ځدراڼ د ګردېز اړوند په مهلن کلي کې شل جرېبه باغ لري چې په اړه يې د باغ مالک او د پکتيا ولایتي شورا غړی روف خان ځدراڼ راته داسې وايي: (( زموږ باغ په ټنونو ټنونو حاصل ورکوي، کره اندازه خو يې ما ته معلومه نه ده، خو داسې پرېمانه مڼې لري چې سړی حيرانوي؛ بدمرغي دا ده چې نه يې مناسب بازار شته، نه د جوسو فابريکه شته او نه داسې سړې خونې جوړې شوې دي چې موږ خپلې مڼې په کې وساتو.)) روف خان ځدراڼ له حکومته غواړي چې د بڼوالو غم دې وخوړل شي، د ده په نظر که د هېواد په کچه د کرنيزو توکيو حاصلاتو او مېوو ته نړيوال بازار پيدا شي او ښه استفاده ترې وشي؛ نو د افغانستان پر اقتصاد به ژورې اغېزې وکړي. د پکتيا مڼه پالونکي په دې نظر دي که د دوی هڅو ته حکومت پام وکړي، په نړيواله کچه به يې مڼې نوم پيدا کړي. جنت مير یو له همدغو بڼوالو څخه دی، نوموړی وايي: (( څو کاله وړاندې د دې ولايت مڼې د دوبۍ يو نړيوال بازار کې نندارې ته وړاندې شوې وې چې لومړی مقام يې خپل کړی و، خو بيا هغه سلسله سمه تعقيب نه شوه؛ ګنې نړيوال هم د دې علاقه مند دي چې افغاني مېوې راونيسي.))
د پکتيا د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رئيس انجنير ذبيح الله حسن زی هم د دې ولايت د مڼو حاصلات ښه يادوي او وايي چې د تېر په پرتله د مڼو حاصل زيات شوی دی. دی وايي، اړوند وزارت د افغاني کرنيزو توکيو او مېوو د بازار موندنې لپاره هلې ځلې پيل کړې او د پکتيا مڼو ته يې په کې لومړيتوب ورکړی دی. حسن زی زياتوي چې په مرکز کابل کې د افغاني مېوو د خرڅلاو او مارکیټینګ په خاطر نندارتونونه جوړ شوي چې د پکتيا مڼو ته هم ځای په کې ورکړل شوی دی او په نږدې راتلونکي کې به دې ته منظم پلان جوړ شي چې د دې ولايت مڼې نړيوالو بازارونو ته وړاندې شي. د نوموړي په خبره په تېرو کلونو کې تر ۵۰۰ ټنه مڼې يوازې هندوستان ته صادرې شوې دي، د دې تر څنګ په لويه کچه ګاونډي هېواد پاکستان او يوه اندازه يې دوبۍ ته هم وړل شوې دي. ذبيح الله حسن زی هم د خلکو شکايتونه تر ډېره پر ځای بولي او وايي چې د بڼوالو هڅو ته لازمه توجه نه ده شوې.
تېر کال د پکتيا ولايت په مرکز، احمدابا او سيدکرم ولسواليو کې اتلس کوچنۍ او دوه لويې سړې خونې جوړې شوې دي. د دې ولايت د کرنې رياست مسوولين وايي، د راتلونکي کال لپاره يې د ۵۰ سړو خونو د جوړېدو تابيا نيولې ده.


