د نیمروز اوسېدونکي وايي چې د څښاک اوبو له نه شتوالي سره مخ دي او هره میاشت د خپلو عایداتو زیاته برخه د اوبو په پېرلو ورکوي.
د نیمروز اوسېدونکي وايي چې د ولایت د مرکز او یو شمېر ولسوالیو شاوخوا ۲سوه زره اوسېدونکي په منځني ډول هره میاشت شاوخوا ۴ زره افغانۍ د څښاک پر اوبو ورکوي.
د نیمروز اوسېدونکي وايي چې د څښاک اوبو له نه شتوالي سره مخ دي او هره میاشت د خپلو عایداتو زیاته برخه د اوبو په پېرلو ورکوي.
د نیمروز اوسېدونکي وايي چې د ولایت د مرکز او یو شمېر ولسوالیو شاوخوا ۲سوه زره اوسېدونکي په منځني ډول هره میاشت شاوخوا ۴ زره افغانۍ د څښاک پر اوبو ورکوي.
د دغه ولایت اوسېدونکي وایي، که په دغه ولایت کې د اوبو رسولو دولتي شبکه جوړه شي، ښایي ګڼې ستونزې اوارې شي.
شیما چې د زرنج ښار په یوه ښوونځي کې ښوونکي ده، وايي چې د میاشتې ۶۵۰۰ افغانۍ معاش اخلي، خو هره میاشت یوازې د اوبو په پېرلو شاوخوا ۴ زره افغانۍ ورکوي. د زرنج ښار یو دوکاندار محمد ګل وايي چې هره میاشت د ۳زره افغانیو اوبه پېري. د ده په خبره، که د پاکو اوبو ستونزه یې حل شي، نورې اړتیاوې خپله پوره کولای شي: (( د عایداتو کابو له نیمايي زیاتې پيسې د پاکو اوبو په پېرلو ورکوم.))
په نیمروز کې هر کال شاوخوا ۱۲۰ ورځې بادونه وي. د دغه ولایت اوسېدونکي وايي چې له تېرو ۱۴ کلونو راهیسې د اوبو ستونزه لري.
په نیمروز کې د کلیو د پراختیا او بیارغونې ریاست چارواکي مني چې په دغه ولایت کې هره کورنۍ د میاشتې شاوخوا ۴ زره افغانۍ د اوبو په پېرلو ورکوي. د کلیو د پراختیا او بیارغونې رئیس انجنیر فرید احمد عظیم وايي، له تېرو څو کلونو راهیسې هڅه کوي چې په دغه ولایت کې د څښاک اوبو ستونزه حل کړي، خو تراوسه نه دي توانیدلي دي. انجنیر عظیم وايي چې دم ګړۍ د اوبو ۱۲۰۰ متر مکعبه زیرمه په واک کې لري چې په هرو ۲۴ ساعتونو کې یو نفر ته ۱۱۰ لیټره اوبه ورکولی شي.
د کلیو د پراختیا او بیارغونې د رئیس په وینا، دا پروژه د ۵۰ کلونو لپاره د نیمروز ولایت د اوسېدونکو لپاره په پام کې نیول شوې، خو ستونزه په دې کې ده چې دویم فاز یې لا نه دی بشپړ شوی: ((دویم فاز به یې په راتلونکو څو ورځو کې فعالیت پيل کړي او د همدې فازونو له لارې به ۳۰۰ کیلومتره پایپونه په زرنج ښار کې د خلکو کورونو ته ورکړل شي.)) منبع/ همیانۍ
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


