له ډيورنډ كرښې هغې غاړې ته د قبايلي سيمو لپاره د پوليو د مخنيوي كمسيون مسوولين وايي، سږ كال د پوليو پېښې له ۳۱ فيصده كچې څخه ۲ فيصدو ته راكمې شوې دي.
د قبايلي سيمو لپاره د پوليو د مخنيوي كمسيون مشر كوارډيناټور شكيل قادر ويلي، په تېر ۲۰۱۴ كال كې دغلته د پوليو ۱۷۹ پېښې رامنځته شوې وې خو سږ كال دا پېښې ۱۱ ته راښكته شوي چې له جملې څخه يې يې ۷ پېښې په خيبر ايجنسۍ،۲ په جنوبي وزيرستان، يوه په شمالي وزيرستان او يوه بله په پيښور كې ثبت شوې ده.

شكيل قادر زياته كړې د اكتوبر په لسمه پيل شوي درې ورځني كمپاين كې يې تر ټول زيات له نهه سوه زرو څخه زياتو (نهه لكه، نهه زره، ۳۶۳) قبايلي ماشومانو ته د پوليو واكسين وركړي دي.
په دې كمپاين كې د خيبر ايجنسۍ خطرناكې سيمې ته زياته پاملرنه شوې ده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ