د جرمني حكومت وايي، سږ كال د كډوالو په اړه د دوى د نرمې پاليسۍ په غبرګونو كې دلته د كډوالو پر كمپونو باندې ځايي خلكو ۵۰۰ بريدونه كړي دي.
د جرمني د كورنيو چارو وزير ټامس ميزاير د دغو بريدونو د نوعيت په اړه څه نه دي ويلي خو زياته كړې يې ده د كډوالو پر كمپونو شوي بريدونه د ۲۰۱۴ كال په پرتله زيات او اندېښمنوونكي دي. د جرمني حكومت وايي، سږ كال د كډوالو په اړه د دوى د نرمې پاليسۍ په غبرګونو كې دلته د كډوالو پر كمپونو باندې ځايي خلكو ۵۰۰ بريدونه كړي دي.
د جرمني د كورنيو چارو وزير ټامس ميزاير د دغو بريدونو د نوعيت په اړه څه نه دي ويلي خو زياته كړې يې ده د كډوالو پر كمپونو شوي بريدونه د ۲۰۱۴ كال په پرتله زيات او اندېښمنوونكي دي.
د ميزاير په خبره د دغو بريدونو دوهمه برخه يې د ځايي خلكو هغو كسانو كړي چې تر دې وړاندې يې هېڅ ډول جرمي سابقه هم نه لرله.
دا په داسې حال كې ده چې په اروپا كې د كډوالو د بحران له كبله اټكل شوى دى چې د سوريې له جګړې څخه به جرمني ته شاوخوا يو نيم مليون سوريايي وګړي د پناه غوښتلو لپاره مخه كړي.
خو بلخوا بيا د جرمني صدراعظمې انګيلا مركل ويلي، له انقرې سره يې په دې خبرې كړي چې د تركيې له لارې اروپا ته د كډوالو د اوښتو په مخنيوي كې ورسره مرسته وكړي.


