په ايران كې د يوې ټرافيكي پېښې له كبله ۲۰ تنه غير قانوني افغان كډوال وژل شوي او ۱۰ تنه نور ټپيان شوي دي.
د ايران دولتي ټلويزيون وايي، پېښه تېر ماښام د قُم او تهران ترمنځ پر غځېدلې لار د يوه ميني بس او يوې لارۍ د ټكر په نتيجه كې رامنځته شوې ده.
سرچينې د لارو د ټرافيک پوليسو د رئيس محمد حسين حميدي له قوله ويلي، چې د پېښې ټول قربانيان ايران ته په غير قانوني ډول ورغلي افغانان دي.
دغه ايراني چارواکي د ټكر د اصلي علت په اړه څه نه دي ويلي. په ايران كې د يوې ټرافيكي پېښې له كبله ۲۰ تنه غير قانوني افغان كډوال وژل شوي او ۱۰ تنه نور ټپيان شوي دي.
د ايران دولتي ټلويزيون وايي، پېښه تېر ماښام د قُم او تهران ترمنځ پر غځېدلې لار د يوه ميني بس او يوې لارۍ د ټكر په نتيجه كې رامنځته شوې ده.
سرچينې د لارو د ټرافيک پوليسو د رئيس محمد حسين حميدي له قوله ويلي، چې د پېښې ټول قربانيان ايران ته په غير قانوني ډول ورغلي افغانان دي.
دغه ايراني چارواکي د ټكر د اصلي علت په اړه څه نه دي ويلي.


