ads

پاكستان: را شبكه نواز شريف او حافظ سعيد وژل غواړي

پاکستاني استخباراتي ادارو ویلي، د هند استخباراتي ادارې (را)  پلان لري د دغه هیواد پر صدراعظم نواز شریف او د جماعت الدعوه مذهبي ډلې پر مشر حافظ سعید مرګوني بريدونه ترسره كړي.استخباراتي ادارې وايي، دغه پلان يې كشف كړى او له همدې كبله يې د پنجاب ایالتي کورنیو چارو وزرات ټولو امنیتي ادارو ته د […]

نویسنده: TKG
26 تله 1394
پاكستان: را شبكه نواز شريف او حافظ سعيد وژل غواړي

پاکستاني استخباراتي ادارو ویلي، د هند استخباراتي ادارې (را)  پلان لري د دغه هیواد پر صدراعظم نواز شریف او د جماعت الدعوه مذهبي ډلې پر مشر حافظ سعید مرګوني بريدونه ترسره كړي.
استخباراتي ادارې وايي، دغه پلان يې كشف كړى او له همدې كبله يې د پنجاب ایالتي کورنیو چارو وزرات ټولو امنیتي ادارو ته د نواز شریف او د حافظ سعید د ساتنې په اړه سپارښتنه کړې ده. پاکستاني استخباراتي ادارو ویلي، د هند استخباراتي ادارې (را)  پلان لري د دغه هیواد پر صدراعظم نواز شریف او د جماعت الدعوه مذهبي ډلې پر مشر حافظ سعید مرګوني بريدونه ترسره كړي.
استخباراتي ادارې وايي، دغه پلان يې كشف كړى او له همدې كبله يې د پنجاب ایالتي کورنیو چارو وزرات ټولو امنیتي ادارو ته د نواز شریف او د حافظ سعید د ساتنې په اړه سپارښتنه کړې ده.
د پنجاب ایالتي حکومتي چارواکو تاييد كړې چې د دغه انکشاف کاپي د پاكستان استخباراتي ادارو ته رسېدلې.
پاکستاني چارواکو ویلي، د هند استخباراتي ادارې (را) دغه هدف ته د رسېدو لپاره د تحریک طالبان پاکستان او لشکر جنګوي ډلې مرسته ترلاسه كړې ده.
خو بلخوا د پاکستان د كړې ادعا په اړه تر اوسه هندي چارواکو کوم غبرګون نه دی ښودلی، بلكې برعكس داسې انګېرل كېږي چې پاكستان د تحريك طالبان او جنګوي ډلې پړه له خپلې غاړې پر نورو ور اچول غواړي، ځكه د كارپوهانو په وينا يادې ډلې د پاكستان خپلې ايجاد كړې ډلې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA