ads

غزني خوندی دی

پر كندوز د وسله والو طالبانو تر حملې وروسته پر غزني ښار هم د افغان دولت د وسله والو مخالفینو د ورته  ډله يیز برید اوازې د خلکو تر منځ پر ژبو شوې دي. داسې ویل كېږي چې یو شمېر کورني او بهرني وسله وال د غزني ولایت د مرکز په بېلابېلو سیمو کې پر […]

نویسنده: TKG
26 تله 1394
غزني خوندی دی

پر كندوز د وسله والو طالبانو تر حملې وروسته پر غزني ښار هم د افغان دولت د وسله والو مخالفینو د ورته  ډله يیز برید اوازې د خلکو تر منځ پر ژبو شوې دي. داسې ویل كېږي چې یو شمېر کورني او بهرني وسله وال د غزني ولایت د مرکز په بېلابېلو سیمو کې پر دغه ښار د حملې په هدف راغونډ شوي، خو د دغه ولايت حکومتي چارواكي وايي چې د مخالفینو د هر راز برید مخنیوي او ځپلو ته پوره چمتووالی لري او هېچا ته به اجازه ورنه کړي چې د غزني امنیت ګډوډ کړي. پر كندوز د وسله والو طالبانو تر حملې وروسته پر غزني ښار هم د افغان دولت د وسله والو مخالفینو د ورته  ډله يیز برید اوازې د خلکو تر منځ پر ژبو شوې دي. داسې ویل كېږي چې یو شمېر کورني او بهرني وسله وال د غزني ولایت د مرکز په بېلابېلو سیمو کې پر دغه ښار د حملې په هدف راغونډ شوي، خو د دغه ولايت حکومتي چارواكي وايي چې د مخالفینو د هر راز برید مخنیوي او ځپلو ته پوره چمتووالی لري او هېچا ته به اجازه ورنه کړي چې د غزني امنیت ګډوډ کړي.
د غزني مرستیال والي محمد علي احمدي مني چې د دولت یو شمېر وسله وال مخالفین د بهرنیو وسله والو په ملتیا د دې ولایت پر مركز د بريد تابيا لري، خو په خبره یې دوی د دغسې حملو د دفع کولو لپاره پوره تیاري لري او د اندېښنې ځای نه دی.
د غزني مرستیال والي وايي چې د كويټې شورا د غزني د نيولو پلان ترتيب كړى او همدا اوس له میدان وردګ، پكتيا، لوګر او ځینې نورو ولایتونو څخه يو شمېر وسله وال مخالفین همدې هدف ته د رسېدو په خاطر غزني ته راټولېږي:(( له دوى سره بهرني وسله وال، پاکستانیان، چیچنایان، ازبک او عربان هم دي او حتى د جګړې مديريت هم د همدې بهرنيو وسله والو په لاس كې دى.))
خو د غزني د مرستیال والي احمدي په وينا، د دې ولایت امنیتي ځواکونه هم کرار نه دي ناست، بلكې د مخالفينو د پلانونو د شنډولو په هدف يې كلك امنيتي تدابير نيولي دي. دى وايي، له څه وخت راهيسې داسې ګنګوسې دي چې پر غزني ښار به د طالبانو حمله كېږي:(( له هماغې ورځې راوروسته موږ هره ورځ امنیتي ناستې لرو، د مرکز او ښار په شاوخوا کې مو امنیتي کمربندونه ایجاد کړي، د ګزمې بېلابېلې ډلې لرو چې د خطر پر مهال د برید صلاحیت هم لري، له مرکز کابل او زون څخه هم کمکي ځواکونه غزني ته راغلي، ان شا‌ءالله ښه چمتووالی لرو او څوک دې تشویش نه کوي.))
محمد علي احمدي، دا هم مني چې د غزني ښار یو شمېر اوسېدونکو پر دغه ښار د مخالفینو د احتمالي برید له ډاره خپل کورونه پریښي دي، خو نوموړی خلکو ته ډاډ ورکوي چې امنیتي ځواکونه به د ولس له ژوند او مال څخه په کلکه ساتنه وکړي. د هغه په وینا د غزني د مرکز اوسېدونکو هم له دوی سره ژمنه کړې چې د مخالفینو د برید په صورت کې به د امنیتي ځواکونو ټینګ ملاتړ وکړي: ((خلک دې ډاډه وي، كندوز او غزني ډېر توپیر لري، په ولسوالیو او د مرکز په ډېرى سیمو کې خلک اوس لا د امنیتي ځواکونو ملاتړ ته راغلي او هره شېبه له خپلو سیمو څخه د مخالفینو د تحرکاتو په اړه موږ ته معلومات راکوي.))
مرستیال والي زياته كړه، له څو ورځو راهیسې يې د دې ولایت پر ځینو ولسوالیو د وسله والو مخالفینو ګڼ بریدونه پر شا تمبولي دي او له وسله والو يې د افغان ځواكونو پر وړاندې د جګړې توان اخستى دى.
د والي مرستيال د غزني پر ښار جګړې ته خپه نه دى، خو له دې سره سره پر دغه ښار د وسله والو مخالفینو احتمالي برید ولسي وګړي اندېښمن کړي او وېره لري چې د دوی برخلیک هم د كندوز مېشتو په شان نشي.
په غزني کې د پیوند مدني ټولنې غړي محمد جاوید د غزني له کلید راډیو سره په مركه كې ویلي،  دوی كندوز ته په کتو ډېر اندېښمن دي او نه غواړي چې دوی هم د كندوزیانو له تریخ برخلیک سره مخ شي: (( خو موږ بيا هم د خپلو امنیتي ځواکونو پر وړتیا باور لرو او هغه حالت به كه خداى كول دلته رانه شي.))

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA