ads

سرتاج عزيز: امريكا دې په سيمه كې د ګډوډۍ زياتېدو سبب نه ګرځي

د پاکستان صدراعظم د ملي امنیت سلاکار سرتاج عزیز ویلي، حکومت یې د افغانستان سولې پروسې ته مخلص دی، خو په ورته وخت كې يې له امريكا هم غوښتي چې په جنوبي آسیا کې دې د رامنځته شوي عدم توازن او ګډوډۍ د زياتېدو سبب نه ګرځي. د پاکستان صدراعظم د ملي امنیت سلاکار سرتاج […]

نویسنده: TKG
26 تله 1394
سرتاج عزيز: امريكا دې په سيمه كې د ګډوډۍ زياتېدو سبب نه ګرځي

د پاکستان صدراعظم د ملي امنیت سلاکار سرتاج عزیز ویلي، حکومت یې د افغانستان سولې پروسې ته مخلص دی، خو په ورته وخت كې يې له امريكا هم غوښتي چې په جنوبي آسیا کې دې د رامنځته شوي عدم توازن او ګډوډۍ د زياتېدو سبب نه ګرځي. د پاکستان صدراعظم د ملي امنیت سلاکار سرتاج عزیز ویلي، حکومت یې د افغانستان سولې پروسې ته مخلص دی، خو په ورته وخت كې يې له امريكا هم غوښتي چې په جنوبي آسیا کې دې د رامنځته شوي عدم توازن او ګډوډۍ د زياتېدو سبب نه ګرځي.
سرتاج عزيز له یوې بريټانوۍ ورځپاڼې سره په مرکه کې په خپل هیواد هغه لګیدلي تورونه رد کړل چې ګواکې پاكستان په افغانستان کې له جګړه مارو ډلو سره مرسته کوي او افغانستان ته وسله وال استوي.
نوموړي ویلي، هېواد يې له افغانستان سره ښه ګاونډیتوب پالي او په افغانستان کې د دایمي سولې غوښتونکى دى.
عزیز له امریکا څخه هم وغوښتل چې د هند او پاکستان تر منځ د  سیاسي کړکیچ په حالت کې دې یو طرفه پریکړې نه کوي.
عزيز زياته كړه، په دې كار سره به په سیمه کې حالات نور هم ترینګلي شي چې نه يوازې هند  او پاكستان بلكې ټولې سيمې او نړۍ ته به يې زيان ورسي.
دا په داسې حال کې ده چې پرون د افغان جمهور رئيس محمد اشرف غني مرستیال ویاند سید ظفر هاشمي یو ځل بیا پاکستان په افغانستان کې په لاس وهنې تورن کړ.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA