ads

د بلغاريا د سرحدي ساتونكو په ډزو كې يو افغان وژل شوى

د بلغاريه په جنوب ختيځه برخه كې د پوله ساتو ځواكونو لخوا د تركيې له لارې دې هېواد ته داخلېدونكى يو افغان كډوال وژل شوى دى.د بي اين ار راډيو د راپور له مخې دغه افغان پناه غوښتونكى د ۴۸ هغو كسانو په ډله كې و چې د تركيې له لارې يې بلغاريا ته د […]

نویسنده: TKG
26 تله 1394
د بلغاريا د سرحدي ساتونكو په ډزو كې يو افغان وژل شوى

د بلغاريه په جنوب ختيځه برخه كې د پوله ساتو ځواكونو لخوا د تركيې له لارې دې هېواد ته داخلېدونكى يو افغان كډوال وژل شوى دى.
د بي اين ار راډيو د راپور له مخې دغه افغان پناه غوښتونكى د ۴۸ هغو كسانو په ډله كې و چې د تركيې له لارې يې بلغاريا ته د ننوتو كوشش كاوه او له دغې ځايه يې د اروپا مهمو هېوادونو ته ځانونه رسول غوښتل. د بلغاريه په جنوب ختيځه برخه كې د پوله ساتو ځواكونو لخوا د تركيې له لارې دې هېواد ته داخلېدونكى يو افغان كډوال وژل شوى دى.
د بي اين ار راډيو د راپور له مخې دغه افغان پناه غوښتونكى د ۴۸ هغو كسانو په ډله كې و چې د تركيې له لارې يې بلغاريا ته د ننوتو كوشش كاوه او له دغې ځايه يې د اروپا مهمو هېوادونو ته ځانونه رسول غوښتل.
دغه افغان په ډزو له لګېدو وروسته ټپي و او روغتون ته پر لاره يې ساه وركړې ده.
دا په داسې حال كې ده چې د ملګرو ملتونو له قوله هره ورځ شاوخوا ۸ زره كډوال اروپا ته داخلېږي خو د اروپايي هېوادونو د وزيرانو په ناسته كې ايله ۱۲۰ زره پناه غوښتونكو ته په دغه هېواد كې د پناه وركولو پرېكړه شوې ده.
مګر هنګري، رومانيا، چك جمهوريت او سلواكيا د دې پرېكړې سخت مخالفت كوي، ځكه همدغه هېوادونه اروپا ته د ننوتو لارې ګڼل كېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA