ads

حماس ډلې، روسيه فلسطين ته وربللې

په فلسطين كې د اسراييلو ضد وسله والې ډلې حماس پر روسيه غږ كړى دى چې په دغه هېواد كې د اسراييلي ځواكونو د ظلمونو مخه ورسره ونيسي.د حماس ډلې مشر خالد مشعل د روسيې مرستيال خارجه وزير ته په ټليفوني تماس كې ويلي چې د اسراييلو د مخ پر زياتېدونكي تشدد مخه ونيسي. په […]

نویسنده: TKG
26 تله 1394
حماس ډلې، روسيه فلسطين ته وربللې

په فلسطين كې د اسراييلو ضد وسله والې ډلې حماس پر روسيه غږ كړى دى چې په دغه هېواد كې د اسراييلي ځواكونو د ظلمونو مخه ورسره ونيسي.
د حماس ډلې مشر خالد مشعل د روسيې مرستيال خارجه وزير ته په ټليفوني تماس كې ويلي چې د اسراييلو د مخ پر زياتېدونكي تشدد مخه ونيسي. په فلسطين كې د اسراييلو ضد وسله والې ډلې حماس پر روسيه غږ كړى دى چې په دغه هېواد كې د اسراييلي ځواكونو د ظلمونو مخه ورسره ونيسي.
د حماس ډلې مشر خالد مشعل د روسيې مرستيال خارجه وزير ته په ټليفوني تماس كې ويلي چې د اسراييلو د مخ پر زياتېدونكي تشدد مخه ونيسي.
حماس ډلې ويلي، د روسيې د بهرنيو چارو وزارت مرستيال ورته ډاډ وركړى چې د اسراييلو د روانو ظلمونو په وړاندې به اقدامات وكړي.
روسيې دغه راز ويلي، له سوريې وروسته په عراق كې هم د داعش ضد عملياتو ترسره كولو ته چمتو ده.
د دې هېواد د دفاع وزارت مرستيال اناطولي انونوف ويلي، له دوى څخه د سوريې جمهور رئيس د پوځي او تخنيكي مرستو غوښتنه كړې وه، خو كه عراق دا مرسته وغواړي روسيه به ورته مثبت ځواب ولري.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA