پاكستاني پوليس وايي، په اسلام اباد کې يې د پلټونکو عملیاتو پر مهال د تحریک طالبان پاکستان یو مهم غړى نیولی او د څیړنو په موخه یی نا معلوم ځای ته انتقال کړی. پاكستاني پوليس وايي، په اسلام اباد کې يې د پلټونکو عملیاتو پر مهال د تحریک طالبان پاکستان یو مهم غړى نیولی او د څیړنو په موخه یی نا معلوم ځای ته انتقال کړی.
امنیتي چارواکو ویلي، د تحریک طالبان خراساني ګروپ دغه مهم غړی یی د اسلام اباد په یو هوټل کې له جعلي پاسپورت سره نیولی دی.
که څه هم پاکستاني امنیتي چارواکو ویلي، چې د خطرناکو کسانو هویت پټ ساتل کیږي، خو بيا هم د سرسري جزياتو په برخه كې وايي، نيول شوى شخص د خيبر پښتونخوا د مهمند ايجنسۍ اوسېدونكى و.
د پاکستان امنیتي چارواکو د دغه کس د نیولو کره وخت په اړه څه نه دي ویلي.


