د جرمني په فرانكفورټ كې نن د نړۍ د كتابونو تر ټولو ستره مېله جوړېږي چې د ۱۰۰ هېوادونو له اووه زرو څخه زياتې نشراتي او خپرندويه ټولنې به په كې خپل كتابونه خرڅلاو او نندارې ته كېږدي.
دا مېله چې له تېرو ۵۰۰ كلونو راهيسې هر كال راروانه ده، د لومړي ځل لپاره د فرانكفورټ مشهور ناشرجوهانز كټن برګ په ۱۵مه پېړۍ كې جوړه كړې وه او تر اوولسمې پېړۍ پورې دا مېله په ټوله نړۍ كې له ځانګړي ارزښت څخه برخمنه شوه. د جرمني په فرانكفورټ كې نن د نړۍ د كتابونو تر ټولو ستره مېله جوړېږي چې د ۱۰۰ هېوادونو له اووه زرو څخه زياتې نشراتي او خپرندويه ټولنې به په كې خپل كتابونه خرڅلاو او نندارې ته كېږدي.
دا مېله چې له تېرو ۵۰۰ كلونو راهيسې هر كال راروانه ده، د لومړي ځل لپاره د فرانكفورټ مشهور ناشرجوهانز كټن برګ په ۱۵مه پېړۍ كې جوړه كړې وه او تر اوولسمې پېړۍ پورې دا مېله په ټوله نړۍ كې له ځانګړي ارزښت څخه برخمنه شوه.
د فرانكفورټ په كتابي مېله كې اوس هر كال د ټولې نړۍ شاوخوا ۳۰۰ زره كسان ګډونوال او ناشران د كتاب پلورلو او د كتابونو اخستلو ريكارډ جوړوي.
سږ كال د دغې مېلې د افتخاري مېلمستيا وياړ د انډونيزيا په برخه دى چې له دې هېواده به پنځوس ستر ليكوالان او اديبان ګډون وكړي.
په دې سربېره به له ۱۰۰ نورو هېوادونو نه هم اووه زره درې سوه كسان ورته په رسمي بلنه راشي چې د مېلې د دوام په پنځو ورځو كې به د مېلې په وياړ ۴زرو نه زياتو پروګرامونو كې برخه واخلي.
د دې مېلې منتظمين هر كال د مېلې د مېلمستيا وياړ له ۱۹۷۶ كال راهيسې هېوادونو ته د دوى د كتابي اثارو او حتى ويډيو ګيمونو د تشهير لپاره وركوي، تېر كال په همدې مېله كې برازيليان افتخاري مېلمانه وو او راتلونكي كال ته به فنليډ دا وياړ ولري.
هر كال په اكتوبر كې جوړېدونكې دغې مېلې ته د مېلمنو تر څنګ ۲۸۰ زره نور كسان هم په خپل مصرف او لګښت راځي تر څو كتابونه واخلي او ويې ګوري، همدا راز د مېلې د خبري پوښښ لپاره هم هر كال ۹۰۰ خبريالان راغوښتل كېږي او د كتابي بلاګونو چلوونكي زر كسان هم د دې مېلې په ګډون كوونكو كې راځي.
دې مېلې ته له هر ورتلونكي سيلاني څخه د يوې ورځې د ټكټ بيه ۱۸ يورو اخستل كېږي، خو هغه كسان چې زده كوونكي، محصلين، استادان دي د يوې ورځې د ټكټ بيه ترې ۱۲ يورو اخستل كېږي.
خو دا مېله سږ كال لږه لانجمنه ښكاري، ځكه ايران ويلي، كد فرانكفورټ د كتابونو په نړيواله مېله كې سږ كال اسلام ته د توهين كوونكي سلمان رشدي كتاب نوى ايښودل كېږي، ځكه نو دوى هم كوم استازى نه ور استوي.
دا په داسې حال كې ده چې سږ كال د كتابونو په نړيواله مېله كې د ادب نوبل جايزې ګټونكې بيلاروسۍ ناول ليكونكې او خبرياله سويتلانااليكسياوچ هم ګډون كوي.
په همدې وياړ د مېلې تنظيموونكي ټيم له سويتلانا سره د ناول ليكنې په اړه د يو علمي او هر اړخيز بحث پروګرام هم چمتو كړى دى.


