د امريكا دفاع وزارت وايي، له داعش سره د جګړې په هدف يې ۴۵ ټنه وسله سوريې ته رسولې ده.
د پينټاګون ترجمان وايي، دغه وسله په ۱۷ الوتكو كې شام ته رسولې چې وړې وسلې، باروت، د سپكو او درنو وسلو مرمۍ او لاسي بمونه په كې شامل دي.
په سوريه كې د انساني حقونو د خونديتوب فعالان او رضا كاران وايي، امريكا خپلې دغه وسلې د سوريې حماء ښار ته رسولي. د امريكا دفاع وزارت وايي، له داعش سره د جګړې په هدف يې ۴۵ ټنه وسله سوريې ته رسولې ده.
د پينټاګون ترجمان وايي، دغه وسله په ۱۷ الوتكو كې شام ته رسولې چې وړې وسلې، باروت، د سپكو او درنو وسلو مرمۍ او لاسي بمونه په كې شامل دي.
په سوريه كې د انساني حقونو د خونديتوب فعالان او رضا كاران وايي، امريكا خپلې دغه وسلې د سوريې حماء ښار ته رسولي.
دا په داسې حال كې ده چې د روسيې دفاع وزارت بيا ويلي، په تېرو ۲۴ ساعتونو كې يې په همدې حماء، ادلب او حمص ولايتونو كې د داعش ۵۳ مركزونه تر هوايي بريد لاندې نيولي دي.


