د كراچۍ په ګلستان كې د ځايي اوسېدونكو پر جونګړو د غر ښووېدو پېښه كې درې كورنۍ خاورو او خټو لاندې كړې دي.
پوليس وايي، پېښه بيګا دوه بجې د ګلستان جوهر بلاك ون ته نږدې رامنځته شوې ده. د كراچۍ په ګلستان كې د ځايي اوسېدونكو پر جونګړو د غر ښووېدو پېښه كې درې كورنۍ خاورو او خټو لاندې كړې دي.
پوليس وايي، پېښه بيګا دوه بجې د ګلستان جوهر بلاك ون ته نږدې رامنځته شوې ده.
سرچينې وايي، د پېښې له ځايه تر اوسه د اووه ماشومانو په ګډون د ۱۳ كسانو مړي را ايستل شوي او د پاتې كسانو په مړو پسې يې د پرمختللو ماشينونو په مرسته هلې ځلې پيل كړې دي.
د كراچۍ د پوليسو كمشنر شعيب صديقي رسنيو ته ويلي، په پېښه كې درې كورنۍ په بشپړ ډول تر خاورو لاندې شوې دي.


