د يمن پخواني جمهور رئيس علي عبدالله صالح ويلي، حاضر دى، چې په يمن کې اوربند ته غاړه کېږدي او خپل سرتېري له نيول شويو سيمو هم وباسي.
نوموړي په يمن کې د سعودي عربستان په مشرۍ پوځي مداخله غندلې او ژمنه يې کړې، چې د دغه هېواد سياستونو ته به تسليم نشي. د يمن پخواني جمهور رئيس علي عبدالله صالح ويلي، حاضر دى، چې په يمن کې اوربند ته غاړه کېږدي او خپل سرتېري له نيول شويو سيمو هم وباسي.
نوموړي په يمن کې د سعودي عربستان په مشرۍ پوځي مداخله غندلې او ژمنه يې کړې، چې د دغه هېواد سياستونو ته به تسليم نشي.
هغه زياته كړې، يو شمېر هېوادونه هڅه کوي، چې يمن په څو برخو ووېشي.
بايد ياده شي، چې له تېرې مارچ مياشت راهيسې په يمن د سعودي عربستان په مشرۍ عربي ايتلاف هوايي بريدونه پيل کړي، چې تر دې دمه پکې سلګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
علي عبدالله صالح له حوثي شيعه وسله والو سره لاس يو کړى او د يمن ډېرى سيمې يې له شړل شوي جمهور رئيس عبدربه منصور هادي څخه نيولې دي


