د اروپا په سفر وتلی یو تنکی افغان ځوان چې د نیمې لارې څخه بېرته کور ته راستون شوی وایي؛ د ژوندي پاتې کېدو هیلې یې مړې شوې وې.
فرهاد احمدزی په کابل کې د یوه خصوصي پوهنتون محصل و، هغه د کور کوچنی ځوان دی، شاید په ګټه یا تاوان نه پوهیده، خو د هغه په وینا، نورو ځوانانو او قاچاقبرو تشویق کړ چې اروپا ته د تلو ښه وخت راغلی دی. فرهاد د څوارلسو ورځو په سفر تر ترکیې رسیدلی و، خو وايي چې په مخته تلو کې یې مرګ لیده او خپله یې پولیسو ته ځان وسپاره چې بېرته یې افغانستان ته راستون کړي. د اروپا په سفر وتلی یو تنکی افغان ځوان چې د نیمې لارې څخه بېرته کور ته راستون شوی وایي؛ د ژوندي پاتې کېدو هیلې یې مړې شوې وې.
فرهاد احمدزی په کابل کې د یوه خصوصي پوهنتون محصل و، هغه د کور کوچنی ځوان دی، شاید په ګټه یا تاوان نه پوهیده، خو د هغه په وینا، نورو ځوانانو او قاچاقبرو تشویق کړ چې اروپا ته د تلو ښه وخت راغلی دی. فرهاد د څوارلسو ورځو په سفر تر ترکیې رسیدلی و، خو وايي چې په مخته تلو کې یې مرګ لیده او خپله یې پولیسو ته ځان وسپاره چې بېرته یې افغانستان ته راستون کړي.فرهاد احمدزی مو په داسې حال کې پيدا کړ چې کورنۍ یې د بېرته راتلو جشن نیولی و. هغه ازادي راډيو ته ویلي چې د خپلې خاورې څخه له وتلو سره جوخت د قاچاقبر ظلمونه شروع کیږي او هغه یوه خبره هم نه عملي کیږي چې د پیسو په وخت کې یې قاچاقبر ژمنه کوي:(( له نیمروزه چې روانیږې؛ نور نو خیر نه وینې، موږ یې په یوه ډاله کې دېرش نفر واچولو، خو قاچاقبر وايي چې مخکې بیا ښه کیږي؛ خو ښه کیدل نه شته تر هغې چې ځې دا سفر همداسې په ظلم کې وي، په پاکستان کې خلکو ودرلو ټولې پیسې یې رانه یوړې.))
نوموړی وايي، په لارو کې ده غله، حیوانات، مرګ او دا چې په دې لارو کې تلونکي خلک څنګه د قاچاقبرو له خوا د حیواناتو په څېر خرڅیږي په خپلو سترګو لیدل:(( زموږ سره دېرش نفر وو، په دې کې څلور غلو راڅخه کوز کړل، له دوو څخه یې غوږونه پرې کړل او د دوه نورو یې نوکان ايستلي وو، قاچاقبر خپله غل شي او چې وپوهیږې د چا سره ډېرې پیسې دي، هغه په خپله د غلو په لاس ورکوي.))
احمدزی وايي، د نیمروز ولایت له لارې پاکستان او د پاکستان د بلوچستان ایالت له لارې ایران او له هغه ځایه بیا د سختو کړاونو وروسته تر ترکیې ورسید. هغه وایي، دا ټول سفر هومره اسان نه وو لکه په خوله چې ویل کیږي، نوموړی وایي، په دې موده کې یې له کور سره اړیکه نه وه او له راتګ سره یې کورنۍ ونه پېژانده.
دا دردونه تنکي ځوان احمدزي لیدلي وو، خو دی وايي چې له ده ډېر فکرونه یې دلته په کور کې خپلو خپلوانو ګاللي دي:(( مور مې راته وايي، ته چې نه وې نه مې ډوډۍ ته زړه کېده او نه خوب راته، دوی دلته راته ډېر ځورېدل، خو زه په ځان نه پوهیدم داسې خراب شوی وم چې دوی راباندې د لیوني ګمان کاوه.))
فرهاد احمدزی چې بېرته هېواد ته راغلی خوښ دی او وايي چې خلک باید د قاچاقبرو په خبرو او خپلو هوسونو تېر نه وځي:(( اوس په خپل وطن کې یم او ژوندی یم، که اوس راته جرمني پاسپورټ هم راکړي قسم خورم چې ور به نه شم؛ په خپل وطن کې چې له لوږې مړه شو ښه یو، عزت خو به مو وي.))
په دې وروستیو کې چې د عربي نړۍ په ځینو هېوادونو او افغانستان کې اقتصادي او امنیتي حالت تر پخوا بدل شوی، ډېرو ځوانانو په قاچاقي لارو اروپا ته مخه کړې ده.
د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې د دغو کډوالو شمېر چې د اروپا په لوري روان دي، په اټکلي ډول ۱۳٪ جوړوي.
د دغه وزات مطبوعاتي سالاکار حفیظ احمد میاخیل وايي، په دې وروستیو کې انساني قاچاق خورا ډېر شوی او تر دې چې څوک ورته د جرم په نظر نه ګوري. ښاغلی میاخیل وايي، غیرقانوني سفرونه له ډېرو کړاوونو او مرګونو ډک دي، له دې كبله دوی کوښښ کوي چې د انسان له قاچاق کوونکو سره د مبارزې زمینه برابره شي: (( یوه ګډه کمیټه او یو کمسیون جوړ شوی او په ګډه د انساني قاچاق او د کډوالو د قاچاق په قانون کار کوو، د دغه قانون طرح د کابینې له خوا تصویب شوې؛ موږ هیله من یو چې د دغه قانون په تصویب سره به هم د غیر قانوني کډوالۍ کچه راټیټه شي. ))
نوموړی وايي، وروستيو مهاجرتونو د کډوالو چارو وزارت خورا زیات اندېښمن کړی او دا وزارت له ځوانانو غواړي چې په خپل هېواد کې له حالاتو سره مقابله وکړي.
تر دویم نړیوال جنګ وروسته د روان میلادي کال له پیل راهیسې اروپا ته تر ټولو ډېرو غیرقانوني کډوالو چې له سوریې عراق او افغانستان څخه تیښتېدلي؛ مخه کړې ده. د اروپايي ټولنې د کورنیو چارو وزیرانو بیا په خپله وروستۍ ناسته کې د دغو کډوالو د وېش پرېکړه لیک تصویب کړ، تر څو په یوه اروپایي هېواد د فشار مخه نیول شوې وي.


