رپوټونه وايي، داعش وسله والې ډلې د عراق په شمال او لوېديځ کې خپل شپېته ملګري اعدام کړي دي.
عراقي رسنيو ويلي، چې ياد کسان په انبار او کرکوک ولايتونو کې د جاسوسۍ په تور اعدام شوي دي. رپوټونه وايي، داعش وسله والې ډلې د عراق په شمال او لوېديځ کې خپل شپېته ملګري اعدام کړي دي.
عراقي رسنيو ويلي، چې ياد کسان په انبار او کرکوک ولايتونو کې د جاسوسۍ په تور اعدام شوي دي.
يو عراقي چارواکي، چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي،ويلي چې داعش ډلې پنځوس کسان د تېرې شنبې په ورځ په انبار ولايت کې اعدام کړي دي.
په همدې حال کې داعش وسله والو په حويجه ښار کې پرون لس نور کسان د جاسوسۍ په تور اعدام کړي دي.


