هندي چارواکو ويلي، چې د منا په پېښه کې د ۱۴۰ هندي حاجيانو د مړينې پخلى شوى دى.
د هند د بهرنيو چارو وزيرې سوشما سوراج وويل، چې په دغه پېښه کې لس هندي زيارت کوونکي تر اوسه لا درکه دي. هندي چارواکو ويلي، چې د منا په پېښه کې د ۱۴۰ هندي حاجيانو د مړينې پخلى شوى دى.
د هند د بهرنيو چارو وزيرې سوشما سوراج وويل، چې په دغه پېښه کې لس هندي زيارت کوونکي تر اوسه لا درکه دي.
نوموړې دغه اعلان رسنيو ته په يوه لېږل شوې اعلاميه کې کړى دى.
بايد ياده شي، چې د منا په پېښه کې سلګونو کسانو، چې د بېلابېلو هېوادونو وو، په ټېل ماټېل کې خپل ژوند له لاسه ورکړ او سلګونه نور ټپيان شول، چې ډېرى يې د ايران، بنګله دېش او يو شمېر افريقايي هېوادونو بلل کېدل.


