ads

امبرتو ایکو څه ډول لیکل کوي؟

امبرتو ایکو چې په ۱۹۳۲ میلادي کال کې زېږېدلی یو ايټالوي فیلسوف، ژبپېژندونکی، د منځنیو پېړیو متخصص، ادبي کره کتونکی او ناول لیکوال دی.ایکو خپل کار د منځۍ پېړۍ د مطالعاتو د یوه متخصص او نښه پېژندونکي په توګه پیل کړی دی. وروسته په ۱۹۸۰ میلدي کال کې د هغه (د سره ګل په نوم) […]

نویسنده: The Killid Group
19 تله 1394
امبرتو ایکو څه ډول لیکل کوي؟

امبرتو ایکو چې په ۱۹۳۲ میلادي کال کې زېږېدلی یو ايټالوي فیلسوف، ژبپېژندونکی، د منځنیو پېړیو متخصص، ادبي کره کتونکی او ناول لیکوال دی.
ایکو خپل کار د منځۍ پېړۍ د مطالعاتو د یوه متخصص او نښه پېژندونکي په توګه پیل کړی دی. وروسته په ۱۹۸۰ میلدي کال کې د هغه (د سره ګل په نوم) ناول خپور شو. د نوموړي دغه اثر په ټوله دنیا کې د ټولو چاپ شویو کتابونو په منځ کې استثنایي وبلل شو. آن تر لس ملیونه ټوکه خرڅ شو او په دې ډول یو پروفیسور د ادبیاتو په ستوري بدل شو. امبرتو ایکو چې په ۱۹۳۲ میلادي کال کې زېږېدلی یو ايټالوي فیلسوف، ژبپېژندونکی، د منځنیو پېړیو متخصص، ادبي کره کتونکی او ناول لیکوال دی.
ایکو خپل کار د منځۍ پېړۍ د مطالعاتو د یوه متخصص او نښه پېژندونکي په توګه پیل کړی دی. وروسته په ۱۹۸۰ میلدي کال کې د هغه (د سره ګل په نوم) ناول خپور شو. د نوموړي دغه اثر په ټوله دنیا کې د ټولو چاپ شویو کتابونو په منځ کې استثنایي وبلل شو. آن تر لس ملیونه ټوکه خرڅ شو او په دې ډول یو پروفیسور د ادبیاتو په ستوري بدل شو.
ایکو اوس هغه سړی دی چې خبریالان ورپسې وي، فرهنګي نظریات يې ستایل کېږي او د احترام وړ شخص په نوم شهرت لري. ډېری، نوموړی په ژوندیو لیکوالو کې یو مهم ایټالوي لیکوال پېژني. ایکو تر (د سره ګل په نوم) وروسته څو نور ډېر خرڅېدونکي ناولونه هم چاپ کړل، لکه اونګ فوکو او د ملکې لوانا جادويي ډېوه.
دلته له پاریس ریویو او یو شمېر نورو رسنیو څخه د ایکو لنډې خبرې رااخستل شوې دي چې د هغه د لیکوالۍ بڼه راښيي:
کله چې پر یوه کرکټر فکر کوې، خپلې ځينې شخصي خاطرې ورپورې تړې. د ځان یوه برخه لومړۍ درجه کرکټر ته ډالۍ کوې او پاتې برخه دویم درجه شخصیت ته ځانګړې کوې. کله چې يو پارک ته ځم، یا یوه ونه یا یو موټر ګورم له ځانه سره وایم، هو! دا کېدای شي زما له کيسې سره تړاو ولري، په دې ډول ورځ تر ورځې زما کیسه مخته ځي. د ژوند هره وړه برخه او حتی هره یوه وړه مکالمه هم ماته یو فکر راکوي. د خپلو لیکنو له لحن سره ډېر حساس یم،  یوه پاڼه سل ځلې بیا بیا لیکم. کله کله لیکل شوی متن په لوړ غږ لولم. متن له خپل لیکوال ډېر تېزهوشه دی، کله کله کولای شي ځينې هغه افکار مطرح کړي چې د لیکوال په ذهن کې هيڅ نه وي. انسان کولای شي چې د ښاپيریو او جنیاتو کيسې ولیکي، د یوې نوې دنیا تخیل کې ډوب شي، تېروتنه وکړي او دروغ ووايي. ژبه د دې ټولو امکان برابروي.
زما لپاره تاریخي ناولونه، دومره د تصور شوې تاریخي پېښې لیکل نه دي، بلکې د واقعي تاریخ د درک لپاره یو تخیل دی. د تاریخي ناولونو او د تربیتي ناولونو د عواملو له ګډولو سره علاقه لرم. زما په ټولو ناولونو کې یو شخصیت یا کرکټر وجود لري چې له دردوونکو تجربو سره هویتي بلوغ ته رسېږي. ډېر منظم نه یم. هر فکر یو بل فکر رایادوي، د یوه کتاب تصادفي لوستل ما د بل کتاب لوستلو ته هڅوي. ځينې وختونه د یوه بې ارزښته کاغذ لوستل زما د داستان د ليکلو لپاره یو بل فکر راکوي. 
د رمان سبک د موضوع تابع وي، زما لپاره اصلي موضوع د ناول د دنیا راپیدا کول دي: په ۱۴ پېړۍ کې یوه صومعه، په هدیره کې د یوه ځوان ترمپت غږول او یو مداري چې د قسطنطنیې په چپاو کې راګير شو. څېړنه د داسې يوې دنیا د طراحۍ د مشخصاتو په معنی ده. کلمات د دغو طرحو په شاوخوا خپله راټولېږي.
د کار لپاره مخکينی پلان نه لرم، دا راته ناممکن ښکاري. ښايي یوه ورځ د سهار له اوو د شپې تر درېيو بجو لیکل وکړم او یوازې یو وخت په کې ډوډۍ وخورم. کله کله لیکلو ته هیڅ اړتیا نه احساسوم. دا چې د کاغذ پر مخ څومره لیکل کوم ډېر راته مهم نه ښکاري او نه پر کاغذ د یوې کلمې کښل، لیکل دي. تاسو په لاره کې د تګ پر مهال او د خوراک په وخت کې کولای شئ چې د کتاب یو فصل ولیکئ.
زه دوه کورونه لرم، يو په ښار کې او یو له ښاره بهر. له ښاره بهر کور کې د کار لپاره تقریبا منظم پروګرام لرم. خپل کمپيوټر لګوم، ايميلونه ګورم، یو څه لولم او تر غرمې پورې لیکل کوم. له غرمې وروسته بهر وځم، یو څه څښم او یا ورځپاڼه اخلم او لولم. چې راستون شوم، ټلویزیون یا دي وي دي ګورم. بیا د شپې تر دوو بجو پورې کار کوم. خو په ښار کې او په پوهنتون کې پروګرام مې د بل چا په لاس کې دی. هغه پرېکړه کوي چې څه وخت څه وکړم. 
ډېرو کسانو را څخه پوښتنه کړې چې ولې ستا کتابونه دومره پېچلي دي؟ زما په فکر ښايي یو دلیل يې دا وي چې یو شمېر کسان شته چې له پېچلو تجربو سره لېوالتیا لري. دا ډېره غوره ده چې کلونه کلونه له خپل داستان سره ژوند وکړې، بې له دې چې څوک وپوهېږي څه کار کوې او ته هره شېبه کولای شې د ورځنيو تصویرونو او تجربو له منځه هغه څه چې غواړې په خپل داستان کې زیات کړې. زه نه پوهېږم چې څنګه یو شمېر لیکوال شته چې هرکال یو ناول لیکي!؟ په دې ډول نو د ليکلو لذت څه وي.
تل د هغو مکانونو په اړه غږېږم چې هغه مې ميلي متر په ميلي متر اندازه کړې دي.  انسان لومړی باید د یو څه د روایت کولو لپاره، د راپنځولو په قالب کې ډوب شي چې یوه نړۍ رامنځته کوي. یوه داسې نړۍ چې د امکان تر حده ټولې اجزاوې يې دقیق وي، هغه هم داسې چې په هرځای کې يې قدم ووهل شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA