په غزې تړانګه کې پر فلسطيني اعتراض کوونکو د اسراييلو بريد کې شپږ تنه وژل شوي او لسګونه نور ټپيان شوي دي.
رپوټونه وايي، د جمعې په ورځ د حماس تر کنټرول لاندې سيمو غزې او خان يونس کې سلګونو تنو د اسراييلو د ظلمونو په وړاندې اعتراض وکړ، چې پر اعتراض کوونکو د اسراييلي ځواکونو په ډزو کې شپږ فلسطيني ځوانان ووژل شول او تر اتياوو زيات يې ټپيان شوي دي. په غزې تړانګه کې پر فلسطيني اعتراض کوونکو د اسراييلو بريد کې شپږ تنه وژل شوي او لسګونه نور ټپيان شوي دي.
رپوټونه وايي، د جمعې په ورځ د حماس تر کنټرول لاندې سيمو غزې او خان يونس کې سلګونو تنو د اسراييلو د ظلمونو په وړاندې اعتراض وکړ، چې پر اعتراض کوونکو د اسراييلي ځواکونو په ډزو کې شپږ فلسطيني ځوانان ووژل شول او تر اتياوو زيات يې ټپيان شوي دي.
په همدې حال کې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند جان کربي پر بې دفاع فلسطينيانو د اسراييلو تازه بريد غندلى او ياده کړنه يې ترهګرۍ ته ورته بللې ده.
امريکا له دواړو غاړو غوښتي، چې تاو تريخوالى پاى ته ورسوي او په سيمه کې سوله ټينګه کړي.
بايد ياده شي، چې تېر کال پر غزې د اسراييلو بريد کې زرګونو فلسطينيانو ته مرګ ژوبله واوښته او د غزې ډېرى د استوګنې ځايونه ويجاړ شول.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


