د سعودي په مشرۍ د عربي ایتلاف پوځي ویاند جنرال احمد العسیري وایي، په یمن کې به د حوثي وسله والو پر ضد خپلو بریدونو ته دوام ور کوي او په دې برخه کې له حوثي وسله والو سره د ډز بندۍ هېڅ کومه هوکړه نه ده شوې. د سعودي په مشرۍ د عربي ایتلاف پوځي ویاند جنرال احمد العسیري وایي، په یمن کې به د حوثي وسله والو پر ضد خپلو بریدونو ته دوام ور کوي او په دې برخه کې له حوثي وسله والو سره د ډز بندۍ هېڅ کومه هوکړه نه ده شوې.
له عربي ټلویزیون سره د ایتلافي ځواکونو ویاند جنرال احمد العسیري په یوه تر سره کړې مرکه کې ویلي، دوی به په یمن کې خپلو بریدونو ته تر هغې دوام ور کړي چې د ملګرو ملتونو ۲۲۱۶ پریکړه لیک له مخې حوثي وسله وال له نيوليو سيمو شاتګ ته اړې شوې نه وي او د جمهور رئيس علي عبدالله صالح حاكميت بېرته ټينګ شوى نه وي.
ملګرو ملتونو په اپریل میاشت کې د حوثي وسله والو او علي عبدالله صالح پر ضد یو لړ بندیزونه هم لګولي وو.
باید یاده شي چې د روان میلادي کال له مارچ میاشتې راهیسې د سعودي په مشرۍ عربي ایتلاف په یمن کې د حوثي وسله والو پر ضد هوایي بریدونه پیل کړي چې له امله یی سلګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
عرب ايتلاف تور پورې كوي چې له حوثي شيعه وسله والو سره د ایران لخوا مرسته کیږي.


